اوباما اسراییل او فلسطينیان مخامخ خبرو ته هڅوي

اوباما او نتنیاهو
Image caption دواړو مشرانو (بارک اوباما او بنیامین نتنیاهو) د سپينې ماڼۍ خبرې ګټورې بللې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې د اسراييلو له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو سره تر خبرو وروسته ويلي باور کوي چې اسراييل له فلسطينیانو سره د سولې په کولو کې جدي دي.

په سپينه ماڼۍ کې د اسراييلو له لومړي وزير سره تر خبرو وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي چې د اسراييلو او فلسطينیانو د سولې د خبرو لپاره خوشبین دی.

دواړو مشرانو کړې خبرې ګټورې بللې.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل چې د امريکا او اسرايلو د دوستۍ مزی نه پرې کېدونکی دی.

بنيامين نتنياهو د امريکا او يهودي دولت د اړيکو د شلېدلو خبرونه خوشي وبلل.

ده د سولې د بهير په اړه په نژدې ورځو کې د ټينګو ګامونو د اخيستلو د نيت ادعا وکړه، خو جزييات يې ورنه کړل.

هيله کېده چې اوباما به له نتنياهو وغواړي چې د فلسطين په نيول شويو سيمو کې دې د يهودو د نه ځای پر ځای کېدو مهلت چې د ميلادي سپټمبر مياشت ده مخته هم پسې وغځوي.

خو د څېړونکو په اند د داسې کېدو هيله نه کيږي. ځکه اوباما په خپله وويل چې دواړې خواوې دې له سپټمبر میاشتې وړاندې خبرې وکړي:

((زه فکر کوم هغه کارونه چې د فلسطين په سيمه غزه کې شوي د باور په ميندلو کې مرسته کوي او که دغسې سمدلاسه پرمخ ولاړ شو نو فلسطينان به په عمل کې وويني چې سوله ډېر څه کولای شي، پلمې او زياتوب مرسته نه کوي. اوباما وويل چې د دغه کار په برکت خلکو ته د خپلو اولادونو د روزلو او ډوډۍ ميندلو لار برابريږي. خلک به د ده په قول پلور، پېرود اوعام ژوند ته لار ومومي چې د فلسطينيانو او يهودانو دواړو ارمان دی.))

د سولې د خبرو د پيلولو په باب يهودي مشر بنيامين نتنياهووويل: ((زه فکر کوم چې د حل لارې شته.موږ د نورو پر لاس خبرې پيل کړې خو اوس د مخامخ خبرو وخت راغلی دی. ))

نتنياهو وويل چې د امريکا ولسمشر اوباما، د فلسطين ولسمشر محمود عباس او په ګډون زما بايد سولې او سياسي حل ته د رسېدو په نيت د امنيت او نېکمرغۍ پر خبرو سره کښېنو.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل چې د اسراييلو له خوا د غزې د لارو پرانیستل فلسطينيانو ته وښوده چې له سياسي حل څخه څه لاس ته راوړل کېدای شي.

اوباما دا هم وويل چې امريکا به د يهودي دولت نه داسي هېڅ کار ونه غواړي چې هغه دې د اسراييلو امنيت په خطر کي واچوي.

د بشري حقوقو څېړنې ښيي چې د يهودو له خوا د فلسطينيانو نيول شوې لوېديځه سيمه په سلو کي تر ۴۰ زياته له فلسطينيانو په زور اخيستل شوې اويهودو ته ورکړل شوې ده.

فلسطينيان هغه وخت د خبرو اترو له ټغر څخه جګ شول، چې په ۲۰۰۸ کال کې یهودو پرغزې بريدونه پيل کړل.