پښتونخوا: ځانمرګي شاوخوا 102 تنه ووژل

برید
Image caption څو ورځې وړاندې په لاهور کې تر غبرګو ځانمرګو بريدونو وروسته د ولسي خلکو د زيان له پلوه دا بل لوی بريد بلل کېږي.

يو پاکستانى چارواکی وايي د پښتونخوا مومندو ايجنسۍ کې یوې حکومتي ودانۍ ته څېرمه د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لږ تر لږه ۹۶ تنه وژل شوي دي .

بريد د افغانستان پولې ته څېرمه په يکه غونډۍ کلي کې شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي په برید کې تر ۱۰۰ ډېر نور کسان ژوبل شوي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د برید پړه پاکستاني طالبانو منلې او ادعا يې کړې، چې د طالب ضد قوي مشرانو او سيمه ييزو چارواکو يوه ګډه غونډه يې په نخښه کړې ده.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي چې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زیاتره ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي ځانمرګی پر موټر سايکل سپور او دغلته يې له يوه حکومتي دفتره د باندې ځان اولوزلی دی.

عيني شاهدان وايي، لږ تر لږه ٢٠ هټۍ ورانې شوې چې خلک هم لاندې شوي دي.

Image caption عيني شاهدانو ويلي په برید کې زیاتره ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په يوه راپور کې ويل شوي ډېرى وژل شوي سيمه ييز خلک ول چې د چارواکو د ليدلو لپاره دغلته راټول شوي ول.

مومند ايجنسۍ د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ تل د جګړو شاهده وي .

په دغې سيمې کې طالبان فعال دي او پر حکومتي ځواکونو بريدونه کوي .

په اسلام اباد کې پر سره جومات تر عملياتو وروسته په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونه لړۍ زور اخيستی چې په ترڅ کې يې شاوخوا درې نيم زره ولسي وګړي وژل شوي دي .

دا بريد په لاهور کې د داتا په دربار کې تر دوو ځانمرګو بريدونه يواځې څو ورځې وروسته کېږي .

په لاهور کې د شويو ځانمرګو په پايله کې تر دوه سوه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې حکومت تر بريدونو سمدستي وروسته د يوه کورني ملي کنفرانس د جوړېدو غږ وکړ.

د مومندو قبایلي سيمه د افغانستان له کونړ ولایت او په شمال کې د باجوړ له قبایلي سيمې سره ګډه پوله لري.

وسله وال طالبان له دغې سیمې افغانستان ته هم تګ راتګ کوي او هلته پر افغان او ناټو ځواکونو بریدونه کوي.