د ګوانتانامو ۶ بندیان تر الجزایر زندان غوره بولي

ګوانتانامو زندان
Image caption د دغو الجزايري بندیانو مدافع وکیلانو ويلي که چېرې دوی خپل هېواد ته ستانه کړای شي، نو په وېره او ډار کې به ژوند کوي.

د ګوانتانامو شپږو الجزايري زندانیانو ویلي خپل هېواد ته د ستنېدا پر ځای په زندان کې پاتې کېدل غوره بولي. دوی ويلي که چېرې خپل هېواد ته ستانه کړای شي، ښايي له سختو شکنجو سره مخامخ شي.

د امریکا اداره هم په اندېښنه کې ده، که چېرې دغه الجزايري بندیان خپل هېواد ته ستانه نه شي، نو څه به کوي.

خو د دغو شپږو الجزايري بندیانو مدافع وکیل وايي کله چې زندانیان اختیارمن شول، نو هېواد ته پر ستنېدا یې په امريکايي زندان کې پاتېدل غوره وبلل.

ما به ووژني

دا مالومات د واشنګټن پوست ورځپاڼې هله په ډاګه کړل، چې له يوه الجزايري زنداني سره يې مرکه کړې وه.

زنداني له واشنګټن پوست سره په مرکه کې ويلي چې "که چېرې خپل هېواد ته ستون شم، حکومت به مې سخت په عذاب او شکنجه کړي، یا دا که له ترهګرو ډلو سره د يوځای کېدا غوښتنه ونه منم، نو ما به ووژني."

په رپوټ کې راغلي "د امریکا فدرالي استيناف محکمې د امریکا هغه امر رد کړی، چې ګني ۴۸ کلن الجزايری بندي فرحي سعيد بن محمد دې الجزاير ته واستول شي."

Image caption دغه الجزایري زندانیان وايي که چېرې دوی خپل هېواد ته په زور واستول شي، دا به له انسانیت نه بهر خبره وي.

د دغو الجزايري بندیانو مدافع وکیلانو ويلي که چېرې دوی خپل هېواد ته ستانه کړای شي، نو په وېره او ډار کې به ژوند کوي.

د زنداني احمد بلباشا مدافع وکیل ډېوېډ ريمس ویلي " دغه کسان الجزایر ته پر ستنېدا په ګوانتانامو زندان کې پاتېدل غوره بولي. "

د یوه بل الجزاير عزیز عبدالناجي مدافع وکیل هم ويلي چې موکل يې په قطعي توګه الجزایر ته ستنېدل رد کړي او ټينګار لري چې "دا به له انسانیت نه بهر وي چې په زور هلته واستول شو. "

د بشري حقونو سازمان ویلي چې په الجزایر کې سیاسي اړدوړ چېله ۲۰۰۱ کال راپدېخوا ۲۰۰ زره کسان پکې ووژل شول، حکومت لاهمد د سخت دريځو اسلام پالو په سرکوبولو کې له بېلابېلو لارو او شکنجو څخه کار اخلي.

ورته مطالب