پاکستان کې د ښځو ضد تاوتریخوالی ډېر شوی

پاکستاني ښځې
Image caption د (ښځه په پاکستان کې) مؤسسه په ۱۹۸۶ کال کې جوړه او موخه يې د ښځو ملاتړ او د هغوی له حقونو دفاع کول دي.

يوې پاکستانۍ حقوقي مؤسسې ويلي چې په دغه هېواد کې له تېر ۲۰۰۹ کال راهیسې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

دا رپوټ پاکستان کې د يوې پاکستانۍ حقوقي مؤسسې (ښځه په پاکستان کې) لخوا خپور شوی دی.

په رپوټ کې راغلي چې له تېر کابو يوه کال راهيسې په دغه هېواد کې ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه په سلو کې ۱۳ لوړه ختلې ده.

رپوټ کاږي چې د ښځو ضد تاوتریخوالي کې د ښځو تښتول، وژل او له هغوی سره ناوړه چلند کول هم شامل دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، په دې وروستیو کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قوانین هم حکومت وضع کړي دي، خو ډېر پام نه ورته کېږي.

رپوټ کاږي چې د دغه هېواد رسنیو هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جرمونو سم رپوټونه نه دي خپاره کړي.

د (ښځه په پاکستان کې) خصوصي مؤسسې په رپوټ کې راغلي يوازې په ۲۰۰۹ کال کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي او جنايي جرمونو ۸۴۳۸ پېښې ثبت شوې دي.

رپوټ کاږي چې پاکستان کې د ښځو د تښتولو پېښې ۱۹۸۷ ته رسېدلې دي، ۱۳۳۸ ښځې وژل شوې، ۹۲۸ تښتول شوې او لسګونه نورې د جنسي تېریو او سوځونې پېښې هم شته.

په رپوټ کې د پنجاب ایالت ته اشاره شوې، چې تر څلورواړو ایالتونو پکې د ښځو پرضد ډېر تاوتریخوالی شته.

Image caption پنجاب ایالت کې د ښځو پرضد د تاوتريخوږالي ۵۷۲۲ پېښې ثبت شوې، چې په دویم کتار کې سند ایالت راځي چې ۱۷۶۲ پېښې لري، او بیا خيبر پښتونخوا ۶۵۵ او بلوچستان کې بیا د ښځو پرضد ۲۳۷ پېښې ثبت شوې.

پنجاب ایالت کې د ښځو پرضد د تاوتريخوږالي ۵۷۲۲ پېښې ثبت شوې، چې په دویم کتار کې سند ایالت راځي چې ۱۷۶۲ پېښې لري، او بیا خيبر پښتونخوا ۶۵۵ او بلوچستان کې بیا د ښځو پرضد ۲۳۷ پېښې ثبت شوې.

رپوټ وايي چې ان پلازمېنه اسلام اباد کې هم ۱۷۲ پېښې راجستر شوې دي.

کلیوالي تاوتریخوالی

د (ښځه په پاکستان کې) مؤسسې همغږي کوونکی وسیم واکا وايي چې پر ښځو د تاوتریخوالي په سلو کې ۸۰ پېښې په کلیوالو سيمو کې رامنځ ته کېږي، هغه هم له دې امله چې هلته نارینه واکمن او ښځې محکومې او له خپلو حقونو ناخبره دي.

ښاغلی واکا زياتوي چې مؤسسې يې څو ځلې له حکومته غوښتي چې د ښځو قوانین سيمه ييزه ژبو ته وژباړي، او پر تلويزيون سربېره يې ان په کلیوالو سيمو کې یې هم خپاره کړي.

نوموړي د ښځو پرضد د تاوتریخوالو اصلي لامل بې وزلي او اقتصادي ستونزې بولي.

د (ښځه په پاکستان کې) مؤسسه په ۱۹۸۶ کال کې جوړه او موخه يې د ښځو ملاتړ او د هغوی له حقونو دفاع کول دي.

دغه مؤسسه د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ۱۱۰ څانګې لري، چې غالباً پروګرامونه یې د رضاکارانو لخوا پرمخ وړل کېږي.

ورته مطالب