'الشباب' د یوګندا د بریدونو پړه پرغاړه واخیسته

الشباب
Image caption د کامپلا پولیسو ويلي وو چې دا بریدونه د الشباب وسله والې ډلې کړي دي.

د سومالیا وسله والې الشباب ډلې د یوګندا پلازمېنې د چاودنو پړه پرغاړه واخیسته.

په دغه چاودنه کې ۷۴ تنه ووژل شول، چې يو پکې امریکايی مسیحي و.

د الشباب ډلې ویاند علي محمود راج ويلي ''د الشباب ډلې د یوګندا د بریدونو پړه پرغاړه اخلي، او له هغو مجاهدینو مننه کوو، چې دغه بریدونه يې وکړل.''

ښاغلي راج دا ګواښ هم کړی که چېرې د سومالیا له مرکز موګادیشو نه يوګندا او پوروندي خپل ځواکونه ونه باسي، نور بریدونه به وکړي.

د یوګندا په پلازمېنه کامپلا کې دوه زورورې چاودنې شوې، چې له د امریکايانو په شمول، لږترلږه ۳۰ تنه وژلي دي.

چاودنې په دوو خوړنځايونو (هوټلونو) کې شوې دي.

د امریکا ولسشمر بارک اوباما دغه بریدونه غندلي دي.

لومړۍ چاودنه په يوه ايتوپيايي رستورانټ او د رگبي په کلپ کې داسې مهال وشوه، چې خلک د فوټبال د نړيوالې اتلولې د لوبې نندارې ته راټول شوي وو .

کامپلا کې د بي بي سي خبريال وايي بمونه د خلکو په منځ کې وچوول شول، چې ظاهراً داسې ښکاري هدف يې خلکو ته د درنې مرگ ژوبلې اړول وو.

په وژل شوو کې يو امريکای دی.

په کامپلا کې د امریکا سفارت ويلي چې د دوی دوه وګړي ټپيان او يو وژل شوی دی.

د امریکا د ملي امنيت وياند مایک هامر ويلي ولسمشر اوباما دا بریدونه غندلي او يو بې زړه کار یې بللی دی.

نوموړی وايي ښاغلي اوباما ژمنه وکړه، چې د يوګندا له حکومت سره به هر راز مرسته وکړي.

Image caption د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د پولیسو د مشر کیل کايهورا له خولې ويلي چې ښايي د دغه برید ترشا د الشاب ډلې لاس وي.

د کامپلا د پوليسو مشر وايي په لومړۍ چاودنه کې ۱۳ تنه ووژل شول، خو ښايي په بله کې هم لسګونه نور وژل شوي وي.

کيل کايهورا وايي "د پلامېنې کامپلا لوېديځ د يوه لوبغالي په خوړنځي کې چاودنې لږترلږه ۱۳ تنه ووژل، چې ښايي په دویمه چاودنه کې به همدومره وژل شوي وي. د برید موخه د فوټبال د نړيوال جام تماشاچیان ول. "

که څه هم په موګاديشو کې له افریقايي ځواکونو سره یوګاندايي ځواکونه هم شته، خو د سومالیا الشباب ياغي ډلې مخکې په کامپلا کې د بریدونو ګواښ کړی و.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د پولیسو د مشر کیل کايهورا له خولې ويلي چې ښايي د دغه برید ترشا د الشاب ډلې لاس وي.

په موګاديشو کې د الشباب ډلې د يوه جنګي مشر شيخ یوسف شیخ عیسی له خولې ويل شوي، چې په يوګاندان کې پر دغو بریدونو خوشاله شوی دی.

خو نوموړي په بریدونو کې د الشباب ډلې د لاس درلودلو او یا نه درلودو په اړه څه نه دي ويلي.

ښاغلي عیسی ویلي: "یوګاندا زموږ دښمنه ده، هر رازغم چې ويني، پرې خوشاله یو، هرڅوک چې له موږ سره دښمني کوي، د خدای غضب به پرې راځي."