تهران: ایرانی اتوم پوه واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې دی

ښاغلی اميري
Image caption په تېرو څو اوونیو کې د ښاغلي اميري څو وېديو پټې هم خپرې شوې.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت منلې، چې ایرانی اتوم پوه شهرام اميري سفارت ته وړل شوی، چې له هغه ځایه به تهران ته ولېږل شي.

تهران ويلي چې ښاغلی اميري د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) لخوا تښتول شوی و.

د ایران ملي رادیو هم ويلي چې ښاغلی اميري په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ته وړل شوی دی.

د رادیو په رپوټ کې راغلي "څو ساعتع وړاندې شهرام اميري په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د څارنې برخې ته لېږدول شوی، چې تهران ته یې د سملاسي ستنېدا غوښتنه کړې ده. "

ښاغلی اميري يو ایرانی اتوم پوه دی، چې د ۲۰۰۹ کال په جولای میاشت کې په سعودي عربستان کې د عمرې د ادا کولو پرمهال تری تم شو.

تهران پر امریکا تور ولګاوه، چې ښاغلی اميري د سعودي عربستان لخوا سي آی اې سپارل شوی، خو سعودي عربستان او امریکا بیا د تهران دا تور رد کړ.

په دې لړ کې تهران د سويډون سفیر وروغوښت او هغه اسناد يې مخې ته ورته کېښودل، چې ګني ښاغلی امري امریکا تښتولی.

په تېرو څو اوونیو کې د ښاغلي اميري څو وېديو پټې هم خپرې شوې.

Image caption د ۲۰۰۹ د دیسمبر په لومړیو کې د برتانیا سنډې ټايمز اوونيزې يوه مقاله خپره کړه، چې ګني ښاغلي اميري تر تېښتې وروته د فرانکفورټ پر هوايي ډګر ایران ته له خوځېدا مخکې د نړیوال اتومي سازمان له څارونکو سره کتلي او ګټور مالومات يې ورکړي دي.

په يوه وېديويي کليپ کې ښاغلي اميري ويلي وو چې دی يو ایرانی اتوم پوه دی، امریکا ته وړل شوی او هلته ځورول شوی هم دی.

او په يوه بل انټرنېټ خپره وېديويي پټه کې بیا اميري ويلي، چې هغه په امریکا کې زده کړه کوي.

او په درېیم کليپ کې بيا هغه ويلي چې ګني هغه (اميري) د امریکا له استخباراتو تښتېدلی، د بشري حقونو يوې مدافع ټولنې ته يې پنا وړې، چې تهران ته د ستنېدا په تمه دی.

او په تېر مارچ میاشت کې بیا د امريکا اې بي سي تلوېزيوني شبکې يو رپوټ خپور کړ، چې په وینا يې ښاغلی اميري له امریکا نه تښتېدلی، خو د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې سره همکاري کوي.

په لومړي سر کې تهران دا نه منله، چې ګني ښاغلي اميري د ايران په هغه لانجمه اتومي بټۍ کې کار کاوه، د ایران او لوېديځ ترمنځ يې اړيکي ورځ په ورځ ترينګلي کېږي.

د ۲۰۰۹ د دیسمبر په لومړیو کې د برتانیا سنډې ټايمز اوونيزې يوه مقاله خپره کړه، چې ګني ښاغلي اميري تر تېښتې وروته د فرانکفورټ پر هوايي ډګر ایران ته له خوځېدا مخکې د نړیوال اتومي سازمان له څارونکو سره کتلي او ګټور مالومات يې ورکړي دي.

ورته مطالب