فرانسوي پارلمان پر نقاب د بندیز قانون تصویب کړ

برقع
Image caption فرانسې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې لا له وړاندې پر حجاب او پړوني بندیز لګولی و.

د فرانسې پارلمان په لوی اکثریت سره هغه قانوني لایحه تصويب کړې، چې له مخې به يې په عامه ځایونو کې پر اسلامي حجاب او برقع بندیز ولګول شي.

د قانوني لايحې د تصويب لپاره ۳۳۵ غړو رایې ورکړې.

خو د فرانسې د پارلمان ايله يوه غړي پر برقع د بنديز لګولو مخالفت وکړ.

دغه قانوني لايحه به اوس د مشرانو جرګې ته وړاندې کېږي، چې ټاکل شوې د راتلونکې سپټمیر په مياشت کې به يې مشرانو جرګه په اړه غونډه وکړي.

خو د دې قانون مخالفین وايي چې د اساسي قانون محکمه به دغه قانون په اوسنۍ بڼې سره رد کړي.

که څه هم د فرانسې د ولسمشر دريځ د هر راز حجاب او پړوني پر خلاف دی، خو د قانون مخالفین بیا وايي چې دا د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو د ځانګړي قانون په ډاګه مخالفت دی.

په دې قانون کې د عامه ځایونو پېژندنه نه ده شوې، خو ښايي عامه سړکونه او بازارونه به هم پکې شامل وي.

د بلجیم پارلمان هم د حجاب په اړه ورته قانون تصویب کړی و، خو په هسپانیا کې بیا مشرانو جرګې په لږ توپير سره په هسپانیا کې پر حجاب بندیز لګولی و.

د فرانسې لومړي وزير فرانسوا فییون ويلي چې د حجاب پر سر لانجمنه موضوع دې راتلونکې اوونۍ ته وځنډول شي.

ويل کېږي که چېرې کومه ښځه د دغه قانون مخالفت وکړي، باید ۱۸۰ ډالره غرامت پرې کړي او که څوک پر خپلو میندو او ښځو په زور برقع اغوندي، سزا به يې تر دې هم زیاته وي.

په پاریس کې د بي بي سي خبريال کريستیان فریزر وايي کابو دوه زره داسې ښځې شته، چې په فرانسه کې برقع پر سروي.

فرانسې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې لا له وړاندې پر حجاب او پړوني بندیز لګولی و.