پاکستان: رسنۍ د پنجاب اسمبلې د پرېکړې مخالفت کوي

پاکستان
Image caption په پاکستان کې د خبريالانو د اتحاديو او پارلماني غړو تر منځ لا هم اختلاف پخپل حال پاتې دی .

د پاکستان رسينو د پنجاب اسمبلې له لوري د رسنيو پر ضد صادر شوي پرېکړه ليک سره مخالفت کړی او د خبرېالانو اتحادېې وايي دا پرېکړه ليک د رسنيو ازادي ته يو ګوزار دی.

پنجاب څو ورځې وړاندې دغه پرېکړه ليک تر هغه وروسته منظور کړ چې رسنيو د مرکزي پارلمان او ايالتي ېا صوبايي اسمبلو د غړو د جعلې تعليمي اسناد په اړه ريپوټونو خپاره کړل.

اوس له دې سره سره چې د پنجاب اسمبلې د رسنيو د ملاتړ يو نوی پرېکړه ليک منظور کړی، خو بېا هم د سياسي ډلو او ژورنالستانو ترمنځ شته واټن نه دی راکم شوی.

د پارلماني غړو د جعلي تعليمي اسنادو مسله په حقېقت کې د مخالفو سياسي مشرانو لخوا په محکمو کې راپورته شوې.

تر هغه وروسته د پارلمان يو شمېر غړو دا ومنله چې اسناد يې جعلي ول او له همدې امله يې استعفاوې ورکړې .

سترې محکمې د هېواد د زده کړو يا تعليم ادارې ته د ټولو غړو تعليمي اسناد د ارزولو امر کړی وو.

د تعليم ادارې تر خپلې ارزونې وروسته وويل چې د پارلمان د شاوخواه شپږ دېرش غړو تعليمي اسناد ناسم وو.

رسنيو دغې مسلې ته ډېره لمن ووهله ، چې وروسته حکومت او ځينې مخالفې سياسي ډلې اړې شوې چې د رسنيو دغه کار وغندي .

په پنجاب اسمبلې کې حکومتي او مخالفو سياسي ډلو په ېوه خوله د رسنيو پر ضد دغه پرېکړه ليک منظور کړ او د جعلي تعليمي اسنادو په اړه ريپوټونه خپل سپکاوی وباله.

په خېبر پښتونخوا کې د جمعيت علمای اسلام يو غړی جليل جان وايي اوسنی پاکستان د جنګ په حالت کې دی او رسنيو د هېواد او ان د اسلامي نړۍ د لارښوونې رول لوبولی نو ځکه يې پر ضد پرېکړه سم کار نه دی .

هغه زېاتوي د مسلم ليګ له لوري د رسنيو پر ضد د منظور شوي پرېکړه ليک ملاتړ د نوموړي ګوند له پاليسۍ سره جوت توپير دی.

د پنجاب ايالت پر ضد په ټول هېواد د خبرېالانو اتحاديو مظاهرې وکړې، چې دغو احتجاجونو د پنجاب حکومت او مخالفې سېاسې ډلې اړيستلې چې د رسنيو د ملاتړ لپاره بل پرېکړه ليک صادر کړي.

خو په پېښور کې د خبرېالانو د اتحاديې مشر، خبريال شميم شاهد وايي د پنجاب اسمبلې له لوري د رسنيو د ملاتړ د نوي پرېکړه ليک تصويبول د دغې اسمبلې يو بل چل او دوکه ده.

هغه وايې له نوي قرار داد سره د دوی غوښتنې نه دي پوره شوې.

شميم شاهد زياتوي، پنجاب اسمبلې بايد خپل لومړی پرېکړه ليک بېرته اخيستی وای او وروسته يې د رسنيو د ملاتړ قرارداد تصويب کړی وای.

له دې سره سره چې په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې رسنيو ته ډېره ازادي ورکړل شوې او دا وخت شا خوا شل شخصي ټلوېزيوني چېنلونه خپرونې کوي .

خو اوس هم په دې هېواد کې خبرېالان د حکومت، وسلوالو او نور ډلو له خو ګواښل کېږې.

د جولای پر ديارلسمه د خبريالانويوې نړيوالې ادارې په خپل راپور کې ويلي ول ، په پاکستان کې په تېرو شپږو مياشتو کې شپږ خبريالان وژل شوي دي.

په پاکستان کې د خبرېالانو اتحاديې اوس هم ګيله کوي چې په ځني وختونو کې دوی په ازاد ډول کار نه شي کولای .

خو له دې ټولو سره سره د خبريالانو اتحاديې وايې د وسلوالو او سياسي ډلو ، حکومتي او استخباراتي کړيو ګواښونه د دوی مخه نشي نيولی.