کلنټن: د پاکستان نوو پروژو ته به 7,5 ميليارد ډالر ورکړو

هیلري کلنټن
Image caption هيلري کلنټن د پاکستان له لومړي وزير او يو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزيرې په اسلام اباد کې له جګپوړو پاکستاني چارواکو سره تر يولړ خبرو وروسته د دغه هېواد له ځينو نویو پيلېدونکو پروژو سره د7,5 ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

په دغو نویو پروژو کې د برېښنا لپاره د دوه لویو بندونو جوړول هم راځي، چې تر ډېره به افغان پولې ته څېرمه د پرتو قبايلي سيمو شاوخوا ۳۰ زرو وګړو ته برېښنا ورکوي.

پاکستان ويلي چې په دې پروژو کې به خپلې مخکنۍ برېښنا ته هم پراختیا ورکړي او سربېره پر دې به د پاکستان په جنوبي برخو کې ځينې طبي بېخ بناوې هم ودانوي، او خلکو ته به د څښاک اوبه برابروي.

د دې مرستې پرېکړه تېر کال د امریکا کانګرس تصويب کړې وه، چې په پنځو راتلونکو کلونو کې به يې پاکستان ته ورکوي.

امریکا ويلي وو چې له پاکستان سره به يې نه يوازې د اورپکو او القاعدې ډلې د ځپلو په برخه کې مرستې دوام ولري، بلکې د دغه هېواد د د وګړو د ژوند د لاښېرازۍ لپاره به هم مرسته کوي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل : "ډېر په دې ګمان دي چې ګني د امریکا مرستې به د امنیت تر خوندې کولو پورې وي، خو موږ غواړو چې له پاکستان سره په هره برخه کې همکاري وکړ، موږ له پاکستان سره مشترک راتلونکي اهداف لرو، چې خلک د امن په فضا کې ژوند وکړي."

آغلې کلنټن له بي بي سي سره په خبرو کې وویل امریکا هوډ لري چې د ګاونډيو پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور فضا لا پسې غښتلې کړي.

کلنټن وويل د امریکا متحده ایالتونه غواړي چې پاکستان د اسلام پالو سخت دريځو پروړاندې خپلې هڅې دوه برابره کړي.

امریکا له پاکستان سره پر داسې مهال د ميلیاردونو مرستې ژمنه کړې، چې پاکستان له ګاونډي افغانستان سره سوداګريزه ترانزيتي تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون پر بنسټ به د پاکستان له لارې افغاني تولیدات منځنۍ اسیا ته انتقالېږي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره د سه شنبې پرورځ په کابل کې د نړیوال کنفرانس په ګډون افغانستان ته ولاړه شي.

وړاندې آغلې کلنټن ويلي وو چې د کابل کنفرانس کې باید افغان حکومت د عامو افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړي.