واشنګټن پوست:'د امریکا استخباراتي اداره ډېره پراخه شوې'

سي ای اې
Image caption د راپور له مخې که څه هم د دغه ادارو څانګې د دغه موادو څارونکي لري چې يوه يې واشنګټن پوسټ ته په خپله تبصره کې ويلي چې که زه د هرڅه په اړه ځان خبر وساتم نو دا کار زما له وسه وتلی دی.

د واشنګټن پوسټ دغه راپور وايي چې په ۲۰۰۱ کې پر امريکا تر لويو بريدونو وروسته د دغه هېواد څارګريز نظام بې اندازې پراخ شوی دی.

دغه نظام چې ګڼ شمېر ادارې په خپله لمن کې رانغاړي ځينې يې پر يوه موضوع کار کوي او د ځينو ادارو راپورونو ته په ټوله کې پام هم نه کېږي.

واشنګټن پوسټ دغه راپور د استخباراتو د اوسنيو او پخوانيو چارواکو او د ځينو سرکاري اسنادو د مالوماتو څخه جوړ کړی چې نوم او ځای يې د دغه سرچينو سره د ژمنو پر بنسټ نه ښکاره کوي.

راپور وايي چې د امريکا تر پېښو وروسته ۲۵۰ نوي سرکاري ادارې جوړي شوي دي.

د واشنګټن پوست دغه دوه کلنه پلټنه وايي چې له ترهګرۍ سره د جګړې لپاره برابر ۱۳۰۰ سرکاري او ۲۰۰۰ خصوصي ادارې د دغه هيواد په بېلابېلو ځايونو کې کار کوي خو د راپور له مخې په دې هېڅوک نه دی خبر چې د دغه کارونو لپاره څونه پيسې لګيږي.

ورځپاڼه په خپل راپور کي وايي چې دغه کار ته نه پام د امريکايانو ژوند په خطر کې اچولی نه د پيسو او اسانتياوو کمښت.

يوازې د ملي امنيت ادارې ته هره ورځ په کروړهاوو برېښناليکونه، ټېلي فونونه اوداسې نور د خبرونو ډولونه راځي.

د راپور له مخې که څه هم د دغه ادارو څانګې د دغه موادو څارونکي لري چې يوه يې واشنګټن پوسټ ته په خپله تبصره کې ويلي چې که زه د هرڅه په اړه ځان خبر وساتم نو دا کار زما له وسه وتلی دی.

د اوباما حکومت د واشنګټن پوسټ د دغه راپور په باب اندېښنه ښکاره کړې چې ودې شي د امريکايانو غليمانوته د د دوی څارګريز ځايونه مالوم شي، خو د راپور اصلي تور چې د څارکريزې ادارې د بې کفايتۍ او د لګښت د پرېمانۍ په باره کي دی هيڅ نه وايي.

د ويلو وړ ده چې د امريکا څارګريز نظام د مدني ټولنو له مبارزې او سختو نيوکو سره له کلونو راهيسې لاس او ګرېوان دی چې وايي د دغه هېواد مدني ازادۍ يې تهديد کړې دي.