اندريو ميچل: 'د افغان حکومت همېشنی ملاتړ به کوو'

اندريو ميچل
Image caption ښاغلي ميچل زياته کړه په کابل کنفرانس کې ټاکل شويو موخو ته د رسېدو لپاره به له افغان حکومت سره مرستې روانې وساتي .

د برتانيا د پرمختيايي چارو وزير اندريو ميچل د کابل کنفرانس په ترڅ کې له بي بي سي سره په مرکه کې دا يو بريالی کنفرانس وباله او د خپل هېواد له لوري يې د افغان حکومت پر همېشني ملاتړ ټينګار وکړ .

اندريو ميچل ويلي په کابل کنفرانس کې ټاکل شويو موخو ته د رسېدو لپاره به له افغان حکومت سره هر ډول مرسته وکړي .

له دې سره همهاله د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو مشر اندريس فو راسموسين ويلي کابل کنفرانس له افغان حکومت سره د نړيوالې ټولنې د ملاتړ نښه ده .

ښاغلي راسموسن ويلي دا ناشونې نه ده چې افغان ځواکونه تر 2014 کاله پورې د دغه هېواد امنيت ساتنې ته اوږه ورکړي.

د لسلګونه بهرنيو لوړ پوړو چارواکو په ګډون کابل کنفرانس پای ته ورسېده .

د کنفرانس موخه دا وه چې څنګه وکولای شي افغان حکومت ته مسوليتونه ولېږدوي .

د دغه څو ساعته نړيوال کنفرانس تر بشپړېدو وروسته پر افغان حکومت سره بېره د نړيوالو استازو ارزونه هم دا وه چې ټاکلی هدف ترلاسه شوی دی .

Image caption منوچهر متکي په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه تورن کړل چې د ايران په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

ښاغلي ميچل زياته کړه په کابل کنفرانس کې ټاکل شويو موخو ته د رسېدو لپاره به له افغان حکومت سره مرستې روانې وساتي .

د کنفرانس د اجنډا مهمه موضوع تر 2014 کاله پورې افغان ځواکونو ته د هېواد دامنيت سپارل و چې د کنفرانس غړو پرې هوکړه وکړه .

د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو مشر اندريس فو راسموسين ډاډ وښود چې تر پېنځو کلونو پورې به افغان پوځ د هېواد، د امنيتي چارو مسؤوليت پر غاړه واخلي.

نوموړي وويل کابل کنفرانس له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د ژمنتيا څرګندونه کوي.

د ناټو سرمنشي ټينګار وکړ چې د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري .

که څه هم د کنفرانس رسمي اجنډا يوه او څرګنده وه خو د ځنيو ګاونډيوه هېوادونو استازو د خبرو پر مهال خپلې ځانګړې اجنډاوې پټې نه کړای شوې .

ناندريزې خبرې د ايران د بهرنيو چارو د وزير وي چې د کنفرانس پر ارزښت د ټينګار تر څنګ يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر شتوالي کلکې نيوکې وکړې .

Image caption د هند د سيال او د افغانستان د ګاونډي پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان پر ګاونډيانو غږ وکړ چې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

منوچهر متکي په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه تورن کړل چې د ايران په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

ده وويل په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون ددغه هېواد کړکېڅ د هواري پر ځای لا پېچلی کړی دی .

د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو هم يو بل ته ورته پيغامونه درلودل .

د هند د بهرنيو چارو د وزير اېس اېم کرشنا ټينګار په دې و چې له طالب وسلوالو سره دې د بهرنيو مرستو د کېدو شونتياوې له منځه يوړل شي .

خو د هند دسيال او د افغانستان د ګاونډي پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان پر ګاونډيانو غږ وکړ چې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

دا هغه څه دي چې تر ډېره يې تور تر نورو زيات پاکستان ته ورپورې دی .

ورته مطالب