بي پي پاکستان او ويتنام کې خپلې شتمنۍ پلوري

بي پي
Image caption بي پي وايي ۲۰ ميليارد ډالرو ته اړتیا لري چې په مکسیکو خلیج کې د تېلو د بهېدو لګښت جبيره کړي.

BP وويل په ټوليز ډول به شل ميليارده ډالر د پاکولو پر دغو هڅو ولگوي.

د انرژۍ برتانوي شرکت بي پي د تېرې سه شنبې پر ورځ وويل د اوو میلياردو ډالرو په ارزښت خپلې شتمنۍ به پر پاکستان او ویتنام وپلوري.

بي پي ويلي دا ګام يې له دې امله اخیستی، چې په مکسیکو خلیج کې د تېلو د بهېدو لګښت پرې پوره کړي.

د تېلو د بهېدو له امله بي پي ته ډېر زیات مالي زيان اوښتی دی.

د بي پي برتانوي شرکت ویاند ډېوېډ نيکولاس اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل شرکت پاکستان او ویتنام د خپلې شتمنۍ په پلورلو خبر کړي دي.

بي پي وايي ۲۰ ميلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې په مکسیکو خلیج کې د تېلو د بهېدو لګښت جبيره کړي.

نیکولاس زياتوي شرکت ته تر اوسه د شتمنیو د پلورلو په موخه مشتری نه دی ورغلی.

Image caption بي پي وايي د تېر اپرېل له ۱۰مې راهیسې چې په مسکیکو خلیج کې د تېلو بهېدل پيل شوي، ۱۱ کارکوونکي يې وژل شوي.

په تېر جون کې بي پي شرکت ويلي وو چې د خپلو ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت خپلې شتمنۍ به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې وپلوري، چې د تېلو د بهېدو لګښت پوره کړي.

د بي پي شرکت د چارو شنونکی ريموند جيمز بافل مالشنوف ويلي بي پي شرکت پاکستان او ویتنام کې د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ لري.

که څه هم بي پي پاکستان او ویتنام کې د خپلې شتمنۍ، غاز او نفتو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو کېدای شي چې په ټيټ نرخ يې وپلوري.

وړاندې دغه شرکت ويلي وو د تېر اپريل پر ۱۹ مه چې د تېلو بهېدو بهیر پيل شوی، ۱۱ تنه کارکوونکي يې وژل شوي، او ۳.۹۵ ميلیارد ډالره زيان ورته اوښتی.

ورته مطالب