په نیجر کې ۷ ميليون کسان له لوږې کړېږي

نیجر کې وږی ماشوم
Image caption ملګرو ملتونو سږکال د نيجر لپاره د ۱۹۰ ميليون ډالرو په ارزښت مرستې بېلې ګړې، خو د انساني لوږې له امله سازمان د نيجر لپاره خپله مرسته ۳۷۱ ميلیون ډالرو ته وخېژوله.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي سږکال په نيجر کې خوارځواکي په بېساري ډول ختلې، چې دوی هلته د ماشومانو د خوړو رسولو لپاره هلې ځلې کوي.

ددغې ټولنې يوې وياندې وويل د مرستې اصلي پام تر دوه کلنو ټيټو کوچنيانو ته د قوي خوړو پر رسولو راټول دى.

د دغه سازمان ویاندې کارولین هارفورډ ويلي له دوه کلونو د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو لپاره د خوړو په موندلو لپاره هڅې کوي.

نوموړې زياتوي پروګرام لري چې په نيجر کې د کابو اته ميليون کسانو لپاره خواړه برابر کړی، په تېره بیا هغه چې د لوږې له ناورین سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان ویانده زياتوي، په نيجر کې د وچکالۍ له امله ګڼ څاروي مړه شوي او څړځايونه په شاړو اوښتي دي.

آغلې هارفورډ وايي د خوړو نړيوال پروګرام سږکال د خپلو پروګرامونو د ښه سرته رسولو لپاره ۲۰۰ ميليون ډالرو ته اړتیا لري.

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د انسان ژغورنې د برخې مسؤول جان هولمز ويلي په نيجرکې ۷ میلیونه کسان يانې د ټولو ګړو پوره نيمايي يې د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

Image caption ملګري ملتونه وايي په نیجر کې د وچکالۍ او د څړځايونو پر شاړو د اوښتو له امله زياتره څاوري مړه شوي دي.

ښاغلی هولمز زياتوي "د خوړو د کنټرول چاره له ولکې وتلې ده، چې دې کار پر يو شمېر افریقايي هېوادونو ناوړه اغېز کړی دی."

د نوموړي په وینا، په نيجر کې اوسنی وضعیت مخ پر خرابېدا دی.

په دغه هېواد کې په ۲۰۰۵ کال کې هم سخته لوږه راغلې وه، چې ټول هېواد ملخانو په سر اخیستی و.

هولمز زياتوي چې نه يوازې نيجر له لوږې کړېږي، بلېک په چاد کې 1.6 میلیون، په مالي کې ۶۰۰ زره او په موريتانیا کې ۳۰۰ زره کسان بېړنیو مرستو ته په تمه دي.

ملګرو ملتونو سږکال د نيجر لپاره د ۱۹۰ ميليون ډالرو په ارزښت مرستې بېلې ګړې، خو د انساني لوږې له امله سازمان د نيجر لپاره خپله مرسته ۳۷۱ ميلیون ډالرو ته وخېژوله.

ورته مطالب