چين: په کليوالي ټاکنو کې د کوډگرو باراز تود وي

د چين بيرغ

يوې چينايي ورځپاڼې خبر ورکړى دى چې په چين کې د رايو بيه لوړه شوې ده .

د هينان ولايت په کليوالي انتخاباتو کې د رايو پېرل ډير شوي او ځايي ورځپاڼه د څارنوالانو د پلټنې رپوټ خپروي چې وايي تر پخوا د يوې رايې بيه سل وارې ډيره شوې ده .

پلټنه وايي د يوې رايې د ترلاسه کولو لپاره که رشوت ، ياري دوستي او نورچلونه کار ورنه کړي نو کوډگر هم خلک ډاروي چې که ځانگړي کس ته رايه ورنه کړي نو کور او ژوند به يې تالا شي

څارنوالانو په هينان ولايت کې دا موندلې چې ، د دې ډير امکان شته چې کانديندان دې په هغو کلو کې، رايه ورکوونکو ته د رشوت ورکولو هڅه وکړي چې د کور جوړولو کمپنيو او نورو تجارتونو ته د پانګونې چانس پکې شته.

چارواکي تر ډيره هغه وخت له درغليو او بډو گټه اخيستى شي چې په لويو معاملو کې ښکيل شي. نو دا خبره عقل مني چې د هغو څوکيو لپاره دې سيالي سخته وي چې دوى ترې ښايي گټه ترلاسه کړى شي .

ريپورټ وايي کليوالو څارنوالانو ته دا هم ويلي چې دوی ته د رايو په بدل کې د يو نيم ډالر په ارزښت پيسې ورکړل شوي چې نن په ځينو کليو کې دغه شميره يو سلو اوه ايا 177 ډالرو ته لوړه شوې ده.

دوی دا هم اوريدلي چې په ټاکنو کې د فال کتونکو نه هم کار اخيستل شوی چې خلکو ته خبردارې وکړي چې که چيرې يې يوه مشخص نوماند ته رايه ور نه کړه نو کورنۍ به يې بد بخته شي.

د کليوالي سيمو ټاکنې د 1980 کلونو په وروستيو کې پيل شوې چې په هرو درو کلونو کې تر سره کيږي. کانديان په داسې يوه پروسه کې ټاکل کيږي چې ځينې وايي تل شفافه او ازاده نه وي.

چينايان د کليو د مشرانو له ټاکنې پرته د کوم بل لوړ پوړي چارواکي د انمتخابولو چانس نه لري .

په دغو ټاکنو کې چې چيناييان يې بنسټيز انتخابات بولي د رشوت او نورو ستونزو رپوټونه تل په ځايي رسنيو کې خپريږي . دغه رپوټونه د دې نظر په رسولو کې مرستندويه دي چې گواکې ديموکراسي نيمگړې نظريه ده .

ډير چينايان به درته ووايي چې په ډيرو برخوکې دې له رايو کار نه اخيستل کيږي ځکه چې په ډيرو بې وزلو کليوالو سيمو کې ټاکنې کار نه ورکوي