پاکستاني طالبان: د امریکا بریدونو ږموږ هڅې ګډې وډې کړې

پاکستاني طالبان
Image caption پاکستاني طالبان وايي اوس دوی د امریکا د څارګرو الوتکو له بریدونو ځان ليرې ساتي، او امریکایانو ته يې د جاسوسۍ په تور ۲۰ کسان اعدام کړي دي.

پاکستاني طالبانو منلې چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو گوزارونو يې هڅې گډې وډې کړې دي.

هغوى بي بي سي ته وويل چې ددغو بريدوو له امله اوس لويې غونډې نه کوي، مشران يې نور گرځنده ټېلېفون نه کاروي او هېڅکله هم د اوږدې مودې لپاره پر يوه ځاى نه پاتېږي.

خو په شمالي وزيرستان کې يوه طالب مشر وويل چې په بريدونو کې ور اوښتى زيان به يې خپلو هدفو ته له رسېدو څخه چې هغه په افغانستان او پاکستان دواړو کې د امريکا او د هغوى د متحدينو ماتول دي، را ونه گرځوي.

د پاکستاني طالبانو حرکت بي بي سي ته ويلي د امریکايي بریدونو پرمهال دوی نه غونډېږي، او د څارګرو الوتکو د چورلېدو پرمهال پر تيلې فون خبرې نه کوي، او د زیات وخت لپاره په يوه سیمه کې نه پاتېږي.

د پاکستان په شمال قبايلي سیمه وزيرستان کې د طالبانو يوه قوماندان ويلي که امریکا پر دوی هرڅومره بریدونه وکړي، دوی به خپل بریدونه ونه دروي.

دوی وايي چې اصلي هدف افغانستان او پاکستان کې د امریکا او د هغوی د متحدینو د ناکامول دي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال هارون رشید وايي د بې پيلوټه الوتکو بریدونو له امله قبايلي سيمو ته د خبریالانو لاره تړلې ده.

Image caption طالبان وايي د امریکا بریدونه تر ډېره پر وزيرستان راټول دي، خو نورې قبایلي سيمې ترې خوندي دي، چې دوی د پټېدو لپاره نور ځایونه هم لري.

خو داسې باور کېږي، چې دغه بریدونه اورپکو ته د اکمالاتي توکو په کمښت او د هغوی د جګپوړو مشرانو په وژلو او د پټنځایونو په له منځه وړلو کې ډېر اغېزمن دي.

طالبان وايي د امریکا بریدونه تر ډېره پر وزيرستان راټول دي، خو نورې قبایلي سيمې ترې خوندي دي، چې دوی د پټېدو لپاره نور ځایونه هم لري.

پاکستاني طالبان وايي اوس دوی د امریکا د څارګرو الوتکو له بریدونو ځان ليرې ساتي، او امریکایانو ته يې د جاسوسۍ په تور ۲۰ کسان اعدام کړي دي.

د پاکستاني طالبانو حرکت همداراز ويلي چې د امریکا په مقابل کې د طالبانو لیکو ته ورځ تر بلې ډېر جنګیالي ورننوځي.

کارپوهان په دې اند دي، د طالبانو جګړه ييزې وړتیاوې د امریکا له بریدونو سره ټيټې شوې، خو که هغوی هرځای وغواړي، بریدونه کولی شي.

ورته مطالب