ایران ۱۰۰ نورې سينماګانې جوړوي

ایراني فلمونه
Image caption د ایران د سینما په برخه کې له پرمختګونو يو هم د ښځو فعاله ونډه ده، چې د بېلګې په توګه رخشان بنی اعتماو او تهمینه میلاني د یادولو وړ دي.

د سینما په چارو کې د ایران د کولتور وزیر ويلي هېواد يې هوډ لري، چې په راتلونکي يوه کال کې ۱۰۰ نورې سينماګانې جوړې کړي.

جواد شمقدري په تبریز کې د لنډو فلمونو تر څلورم فسټيوال وروتسه وویل، هیله من دی چې دا نوې سينماګانې به د هېواد د سينما په برخه کې پرتې ستونزې ليرې کړي.

په دې وروستیو کې ايراني سینما ډېر شهرت موندلی دی.

ايران فلمي لوبغاړو ځينې نړیوالې جایزې هم ترلاسه کړې دي.

په ۱۹۹۷ کال کې د کان د فلمونو په فسټيوال کې ايراني فلمي لوبغاړو جایزې وګټلې، چې له دې ډلې (د ګیلاس خوند) فلم جوړوونکی عباس کیارستمی یادولی شو.

نوموړي له له يوه جاپاني پروډيوسر سره کار کړی.

د ایران د سینما په برخه کې له پرمختګونو يو هم د ښځو فعاله ونډه ده، چې د بېلګې په توګه رخشان بنی اعتماو او تهمینه میلاني د یادولو وړ دي.

په ایران کې د فلمونو جوړولو تاریخ د تېرۍ پېړۍ په پيل کې شروع شوی، چې د جټانو د سینما په برخه کې پر استقراطي فلمونو پيل شو. ټولنيزه سينما

بل خوا د ایراني سینما کارپوه شراره صالحي وايي په نړۍ کې د ايراني فلمونو او سریالونو مینه وال ځکه زيات شوي، چې تر ډېرو پر ټولنیزو ستونزو راڅرخي.

نوموړی وايي هغه ایراني فلمونه چې په نړۍ کې خپاره شوي، تر ډېره يې ټولنيزو ستونزو ته حل موندلی دی.

په ایران کې د فلمونو جوړولو تاریخ د تېرۍ پېړۍ په پيل کې شروع شوی، چې د جټانو د سینما په برخه کې پر استقراطي فلمونو پيل شو.

او د اویایمې لسيزې په پيل کې بیا د ایران سینما ډېر پرمختګ وکړ، فلمونه جوړ شول او نړۍ ته يې مخه وکړه.