پاکستان: د څارګرو الوتکو برید ۱۶ اورپکي وژلي

د امریکا څارګره الوتکه
Image caption دا برید يوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې پاکستان ويلي وو له امریکا سره د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړه خبرې کوي.

د پاکستان استخباراتي سرچینو ویلي په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پر يوه پټنځي د امریکا څارګرو الوتکو برید کړی، چې لږترلږه ۱۶ وسله وال پکې وژل شوي دي.

پاکستان وايي دوو بې پيلوټه امریکايي الوتکو د سخت دريځو اسلام پالو پر پټنځي څلور توغندي توغولي دي.

د پاکستان يوې امنيتي سرچينې ويلي برید له واڼه نه ۴۰ کيلومتره د غرب لوري ته د جنوبي وزيرستان په دوسرکه کلي کې شوی دی.

دا برید يوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې پاکستان ويلي وو له امریکا سره د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړه خبرې کوي.

جنوبي وزيرستان د اورپکو د روزنې او فعالیت اصلي ځای بلل کېږي، چې له تېر يوه کال راهیسې پاکستان هلته پوځي عملیات هم پيل کړي ول.

دوسرکه افغان پولې ته څېرمه په انګور اډه کې يوه قبايلي غرنۍ سیمه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند عبدالباسط وویل پاکستاني چارواکي د ولسمشر اوباما له ادارې غواړي چې له پاکستان سره د بې پیلوټه الوتکو د تکنالوژۍ پر شریکولو غور وکړي.

د ښاغلي باسط په وینا واشنګټن سلا شوی چې د پاکستان اندېښنې د خپل ځمکني حاکمیت او د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د اوښتي زیان په اړه رفع کړي.

تېره ورځ پاکستاني طالبانو ویلي وو چې د امریکا څارګرو الوتکو د دوی هڅې ګډې وډې کړې دي.

ورته مطالب