په پيرو کې زر کلن لرغونى ځاى موندل شوى

پيرو
Image caption تر دې وړاندې په پيرو کې 25 قیرونه د هنري اثارو سره موندل شوي وه.

لرغون پوهانو په پيرو کې يو تاريخي دالان چې په ډيره بډايه توګه سينګار يا رغول شوی وه پیدا کړی ده. دغه دالان تر زرو کالو ډير زوړ دی او لرغون پوهان باور لري چې دا ځای د انسان د قرباني کولو لپاره کاريده.

د پيرو د هيواد په شمال کې د کيندنې د ډلې مشر وايي ښايي دا دالان د انکا د ماچې تمدن وړاندې پېر خلکو لخوا جوړ شوي وي.

د څيړونکو دغه ډله وايي شاوخوا شپږ اسکليټونه يې په 60 مترو په اوږده دالان کې چې ډيوالونه يې په ډول ډول رنګونو پوښل شوي وه او خپله دالان په ډيره بډايه توګه سينګار وه پيدا کړي دي.

دوی وايي ښايي د دې دالان نه د جنګ د زندانيانو د دوديزې او ديني قربانۍ لپاره کار اخيستل کيده.

دا د پيرو د شمالي ساحل لمبایکي په سيمه کې د لرغون پوهنې د يوې اوږدې لړۍ وروستۍ موندنه ده.

لرغون پوهان وايي دا موندنه د هغو ځانگړو مراسمو په باب نظرونه تاييدوي چې پکې به ديني او دوديزې وژنې کيدې

د کندنې ددغې ډلې مشر وويل د مراسمو لپاره دغه جوړ شوی لوی دالان د یوې لويې ودانۍ برخه ده چې ددغه ځای د کلتور د مهمو اشخاصو او دودونو استازيتوب کوي چې د انسان قرباني یې مرکزي برخه ده.

دغه لوی دالان پنځه شاهي تختونه او په يوه اندازه جوړو شو درو لارو ته پرانیستل کيږي چې اصلي احرام ډوله لرغوني ځای ته نږدې دی.

د ماچې تمدن چې د عيسی ع تر زيږيدو سل کاله وړاندې څخه تر 800 کالو وروسته پورې غوړيدلی و د کرهنې په برخه کې ډير پرمختګ کړی او د پيرو تر انکا سلطنت څخه وروسته راغلی ؤ.

په تيرو 25 کلونو کې درې لوی قبرونه چې پکې د ماچې د تمدن پورې تړلي لوړ پوړي اشخاص او پاچاهان ښخ او هنري اثار پکې پراته و موندل شوي دي.