چین: سېلابونو زرګونه کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړل

په چین کې سېلابونه

د چین په جنوب لویدیځ سیچوان ولایت کې څلور کسان وژل شوی او ۱۶ لادرکه دي.

په چین کې د سیلاونو له امله ۱۰۰ زره کسان له خپلو مېنو نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د سخت بارانونو له امله چارواکو خبردارې ورکړی چې د ینګټاز په سیند کې او دې دري جورجس په بند کې د اوبو سطحه به د ریکارډ تر حده لوړه شي.

د بي بي سي خبریال کریس هاګ په دې هکله په خپل راپور کې وايي:

په چین کې سخت بارانونو په ځینو برخو کې ځمکې ښوولي دي.

په سیندونو او بندونو کې د اوبو سطحه تر خطرناکې اندازې لوړه شوې چې له امله یې چارواکي اړ شوي په زرګونه کسان له خپلو سیمو نورو سیمو ته ولېږدوي.

د چین په جنوب لویدیځ سیچوان ولایت کې څلور کسان وژل شوی او ۱۶ لادرکه دي.

په دغه ولایت کې به داسې ودانې پاتې نه وي چې اوبه نه وي ورغلي.

دغلته ۱۰ ساعته په مسلسله توګه باران وریده ځکه نو ۳۰۰۰ کسان ترې لوړو ځایونو ته ولیږدول شول.

د همدې ولایت د نورو سیمو شاخوا ۱۰۰ زرو کسانو ته خبردارې ورکړل شوی چې ځانونه نورو سیمه ته ورسوي ځکه چې د ینګټاز د سیند اوبه په چټکۍ مخ په زیاتېدو دي.

سېلابونه په چین کې

سږکال د چین په۲۸ ولایتونو کې د بارانونو او سیلاونو له امله لږ ترلږه ۱۱۰۰ کسان یا ورک یا وژل شوي دي.

دغه راز د هیواد په شمالي لویدیځ کې هم د ځمکې د ښویدو په یوه پيښه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

همدلته په ګاونډ شینګايي ولایت کې په زرګونه کسان اړایستل شوي چې خپلې مینې پریږدي.

دغلته ۲۲ ساعته باران وریده.

د هوايي پیژندې ادارې اټکل کړی چې نن به هم ترماښام پورې بارانونه ورېږي.

د چین صدراعظم وین جا باو چې سیلاب ځپلو سیمو ته ورغلی خبردارې وکړي چې ښايي حالات نور هم ناوړه شي.

سږکال د چین په۲۸ ولایتونو کې د بارانونو او سیلاونو له امله لږ ترلږه ۱۱۰۰ کسان یا ورک یا وژل شوي دي.

حکومت وايي ۶۷۰ کورونه نړیدلي او ۱۲۰ میليونه کسان زیانمن شوي دي.

د چین سېلابونه په انځورونو کې

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .