مولن: زۀ باوري يم چې اسامه پاکستان کې دی'

ښاغلی مولن
Image caption امیر البحر مولن او نور لوړ رتبه امریکايي پوځي مشران اوس پاکستان ته په پرله پسې توګه سفرونه کوي.

د امريکا لوى درستيز مايک مولن په کابل کې يو ځل بيا له دې خبرې پلو پورته کږ چې اسامه بن لادن په پاکستان کې دى او د هغه د نيولو په اړه يې د خپلو هلو ځلو پر چټکولو ټينگار وکړ .

مایک مولن له اسلام اباد نه کابل ته تر رسېدا وروسته وويل چې له کلونو راهيسې غواړي په دې پوه شي چې اسامه د پاکستان په کوم ځاى کې پټ شوی دى.

ښاغلي مولن سږنى کال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو ماموريت ته ډېر حساس وباله، خو ډاد يې څرگند کړ چې اورپکي به په دغه کال کې له ماتې سره مخامخ شي:

''هغه څه چې ما په پاکستان کې لا د وړاندې ويلي هغه دا دي چې په ريښتيا سره اسامه په پاکستان کې پټ شوی دى، دا رنگه ما دا هم ويلي چې کلونه تېرېږي چې موږ د هغه د ځاى ځايگي په اړه کره شواهد او مالومات نه لرو ، خو هڅې مو روانې دي چې هغه يا ونيسو او يا يې هم له منځه يوسو ، زه باوري يم تر اوسه پورې زموږ هڅې په دې برخه کې بريالۍ وې ، ما په دې اړه له پاکستاني مشرانو سره هم خبرې کړي او په ريښتيني ډvول زموږ او پاکستان تر منځ د اطلاعاتو راکړه ورکړه ښه روانه ده، موږ نه پوهېږو چې هغه چېرته دى، خو په دې باوري يم چې هغه د القاعده شبکې د نورو مشرانو په څېر همدلته پټ شوی دى. ''

مایک مولن د کرزي لخوا د ۲۰۱۴ کال په رسېدو سره افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د چارې هرکلی وکړ:

''د ٢٠١٤ کال د نېټې هرکلى کوم او گومان کوم دا ډېره مهمه ده چې موږ له يو بل سره شريکې موخې لرو ، دا يو ډېر روښانه هدف دى او هوډمن يو چې هغې ته ورسيږو، زه دا رنگه د دغې نېټې د ټاکلو له امله چې د ښاغلي کرزي له خوا ټاکل شوې، موږ دغې موخې ته د افغان ځواکونو د رسېدلو هرکلى او ملاتړ کوو . ''

مایک مولن په اسلام اباد کې

د امریکا د پوځ لوړرتبه قوماندان امیر البحر مایک مولن پرون له ګڼو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

نوموړي په داسي حال کې اسلام آباد ته سفر کړی چې د امریکا له خوا پر پاکستان فشار زیات شوی چې د اورپکو پرضد خپل پوځي عملیات پراخ کړي.

ښاغلي مولن زياته کړه، چې پاکستان کې لشکر طیبه د ګردې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی.

پاکستان ته د ښاغلي مولن او نورو امریکايي پوځي چارواکو د سفر په اړه د بي بي سي خبریال جل مک ګیورینګ په خپل راپور کې وايي:

امیر البحر مولن او نور لوړ رتبه امریکايي پوځي مشران اوس پاکستان ته په پرله پسې توګه سفرونه کوي.

دا د پاملرنې یوه نښه ده چې واشنګټن غواړي له پاکستان سره یې خپلو مهمو اړیکو ته وکړي.

'اسامه پاکستان کې دی'

مایک مولن د امریکا د بهرنیو چارو د وزيرې هيلري کلنټن د هغو څرګندونو ملاتړ وکړ، چې ويلي دي اسامه بن لادن او د القاعدې ډلې جګپوړي غړي پاکستان کې دي.

د امریکا د پوځ دغه جګپوړي قوماندان وویل، اسامه بن لادن او د القاعدې مشران په يوه داسې پټ ځای کې دي، چې موندل يې خورا ګران کار دی:

''زه باوري یم چې اسامه بن لادنی پاکستان کې دی.''

امیرالبحر مایک مولن دا هم وویل چې د پاکستان سرحدي لوېديځې قبايلي سيمې د القاعدې شبکې لپاره خورا مهم ځای دی، چې په وینا يې له هغه ځایه په نړۍ کې د بریدونو پلانونه نیسي.

مایک مولن د خبرو پرمهال د حقاني ډله په افغانستان کې د بریدونو مسؤوله وبلله، چې په وینا يې 'د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره سختې همغږۍ او ګډو هڅو ته اړتیا ده.'

نوموړي د سخت دريځو پروړاندې د پاکستان فعالیتونه وستایل، خو د حقاني ډلې د ځپلو لپاره يې له پاکستان نه د هڅو د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.

امیرالبحر مایک مولهن وویل:''د حقاني شبکه تر ټولو ډېره خطرناکه ده؛ ځکه چې په افغانستان کې پر ناټو او امریکايي ځواکونو تر ټولو دوی ډېر بریدونه کوي، چې د دې اور لمن پاکستان ته هم غځېدلې ده.''

مایک مولن وویل، ''پاکستان ته امریکا په پټه خپل پوځیان نه دي استولي، بلکې د پاکستان په غوښتنه دلته امریکايي عسکر راغلي، هغه هم د روزنې لپاره.''

پرون داسې برېښېده چې له پاکستاني چارواکو سره د امیر البحر مولن خبرې د اورپکو پرضد پر جګړې او د واشنګټن پر هغو اندیښنو وڅرخي چې وايی ګڼ شمېر اورپکي چې په افغانستان کې جنګیږي اوس هم د پاکستان په قبایلي سیمو کې پناه ځایونه او ملاتړ لري.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د اورپکو پرضد ګڼ عملیات کړي دي. د بي بي سي خبریاله وايي له دې کار سره که پاکستان یوې خوا د خپلو عسکرو ژوند له خطر سره مخامخوي نو له بله پلوه دا خطر هم مني چې د هغو خلکو ملاتړ وبایلې چې د پوځي عملیاتو پرخلاف دي.

Image caption مایک مولن وویل، باور لري چې د القاعده مشر اسامه بن لادن او جګپوړي غړي پاکستان کې پټ دي، چې موندل يې خورا ګران کار دی.

ګڼ شمېر پاکستانیان امریکا تورنوي چې ددوي په هیواد کې یې امنیتي وضع خرابه کړې چې له امله یې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ دی.

خو له دې سره سره واشنګټن ډیره څه غواړي.

مخکې له هغه چې اسلام اباد ته ورسیږي ښاغلي مولن هغه ګواښ روښانه کړ چې د حقاني شبکې له خوا ورسره مخامخ دي.

نوموړي وویل امریکا باید له پاکستان سره ددې ګواښ د له مینځه وړولو لپاره کار وکړي. تر دې وړاندې پرون په جنوبي وزیرستان کې د اورپکو یو مشکوک پناه ځاي په نښه شو چې پکې لږترلږ ۱۶ کسان ووژل شول.

په پاکستان کې د بي پیلوټه امریکايي الوتکو بریدونه هم یوه حساسه موضوع ده چې له امله یې د امریکا پرضد د خلکو احساسات پاریږي.

ورته مطالب