هولبروک: د کرزي او کیاني خبرې امریکايي اهدافو ته ګټورې دي

هولبروک
Image caption ريچرډ هولبروک وويل چې د امريکا سرکار غواړي د کابل او اسلام اباد ترمنځ پخوانی واټن رالږ کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي د ولسمشر کرزي او جنرال اشفاق کیاني ترمنځ د خبرو هرکلی کوي.

هولبروک له سي ان ان تلويزيوني چينل سره په مرکه کې ويلي که چېرې دا دواړه چارواکي خبرې ونه کړي، نو پرمختګ ناشونی دی.

ولسمشر کرزي او د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني په تېره مۍ میاشت کې د اورپکو د جګړې پرضد خبرې کړې وې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا لوړپوړی استازی ريچرډ هولبروک په يکشنبې په امريکايي ټلوېزون سي ان ان کې د پاکستان له پوځي مشر جنرال اشفاق کياني سره د ولسمشر کرزي خبري اتري په سيمه کې د امريکايي اهدافو لپاره ګټوري وبللې.

ريچرډ هولډبروک دغه بېره چې د امريکايي لښکرو د وتون په حالت کې کرزي غوښتله چې له اسلام اباد سره بل ډول تړون وکړي بې ځايه وبلله.

ده وويل چې د کرزي او اشفاق کياني خبرې بې ګټې نه وې او ترڅو چې خبرې نه وي، سړی هېڅ ځای ته نه شي رسېدای.

ريچرډ هولبروک وويل چې د امريکا سرکار غواړي د کابل او اسلام اباد ترمنځ پخوانی واټن رالږ کړي.

هغه وويل هڅه کوي چې دغه دواړه حکومتونه داسې پر خبرو را ولي چې په ترڅ کې يې د هندوستان سوق الجيشۍ ګټو ته تاوان ونه رسيږي.

هولبروک ومنله چې که څه هم دغه تګلار پرمخ درومي خو بېله شکه چې ستونزمنه او اسانه لار نه ده.

هولبروک دغه تګلار يوازينۍ لار وبلله چې په سيمه یيزه، نړيواله او ملي کچه د امريکا د ګټو ساتندویه ده.

د سيمې څېړونکي په دې باور دي چې ترڅو امريکا په افغانستان کې د هندوستان او پاکستان اړيکي اوګټي برابرې ونه ساتي، نو د افغانستان په جګړه کې به يې عواقب ګالي.

ورته مطالب