م.م: پاکو اوبو ته لاسرسی بشري حق دی

Image caption ملګري ملتونه وايي، د څښاک پاکو او سمو اوبو او د بدرفت سيسټم ته لاسرسی يو بشري حق دی چې د ژوند له حق څخه د استفادې لپاره ډېر اړين دی.

ملګرو ملتونو د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره د څښاک پاکو اوبو او د بدرفت سيسټم ته لاسرسی د بشري حقونو په توګه و منل.

دغه پرېکړه ليک د چهارشنبې پر ورځ په 122 موافقو او 41 مخالفو رايو تصويب شو.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې ددغه پرېکړه ليک په اړه خبرو اترو 15 کاله وخت و نيو.

ددغه پرېکړه ليک پر بنسټ (( د څښاک پاکو او سمو اوبو او د بدرفت سيسټم ته لاسرسی يو بشري حق دی چې د ژوند له حق څخه د استفادې لپاره ډېر اړين دی. ))

جرمني ، فرانسې، روسيې او چين ددغه پرېکړه ليک ملاتړ کړی ، خو کاناډا، امريکا، بريتانيا او اسټرليا يې پر ضد رايې ورکړې دي .

يو شمېر مخالف هېوادونه وايي ياد شوی پرېکړه ليک د څښاک پاکو ابو ته د لاسرسي د حق مفهوم سم نه دی روښانه کړی .

ځينو نورو مخالفينو بيا ويلي دغه پرېکړه ليک به د سويس په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا هغه بهير کمزوری کړي چې پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره يې پيل کړی دی .

د ملګرو ملتونو دشمېرو له مخې په نړۍ کې لږ تر لږه 884 مليونه کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او څه کم دوه مليارډه او 600 ميليونه کسان د بدرفت مناسب سيسټم نه لري .

همدا رنګه ملګري ملتونه اټکل کوي چې هر کال په نړۍ کې لږ تر لږه يو نيم ميليون هغه ماشومان مري چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم او د مړيني لاملونه يې د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی او د بدرفت د مناسب سيسټم نشتوالی دی .