اوباما: د افغانستان جګړه ګټل کېدای شي

Image caption ولسمشر اوباما افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو ننګه وکړه.

د امريکا له ولسمشر بارک اوبا ما سره په دغې ټلوېزيوني مرکه کې پېنځو ښځو په يوه وخت کې مرکه کوله.

له ده څخه د افغانستان د جګړې په هکله سختي پوښتنې وشوې خو ده ځان د عامه امريکايي ليدونکو په نظر کې خوشاله ښکاره کاوه.

په دغې اوږده مرکه کې بارک اوباما د افغانستان جګړې ته د نويو سرتېرو د استولو او له اقتصادي کړکېچ څخه د امريکا د را ايستلو د هڅو ننګه وکړه.

نوموړي دا خبره بيا راغبرګه کړه چې د افغانستان جګړه ګټل کېدای شي.

د تېرې اونۍ دسرکاري اسنادو د افشا کېدو د پوښتنې په ځواب کې هغه وويل د ګډوډۍ په حالت کې چې سم حکومت نه وي، جنګسالاران او ترهګر په ازاده پښه ګرځي نو د دې خبري باوري کول ستونځمن کار دی چې دوی دې پر امريکا بريد ونه کړي.

بارک اوباما د دغې مرکې له لارې د راتلونکي مني ولسي جرګې په ټاکنو کې دعامو امريکايانو د رايو د ګټلو د غوښتلو هڅه هم وکړه چې د شمېرو له مخې يې دملاتړ کچه مخ پر کښته ده.

ښاغلي اوباما او دده ډېموکرات ګوند زور وهي چې د مني دغه ټاکني ونه بايلي.

په ياده مرکه کې اوباما د اقتصادي کړکېچ په باب هيله څرګنده کړه چې اوسنی حالت به دښه والي پر خوا ولاړشي.

نوموړ زياته کړه که په څو مياشتو کې مو پام وړ پرمختګ وکړ نو زه باور لرم چې اقتصاد به مو وغوړېږي.

خو ده زياته کړه چې دښو بدلونونو په نيت به اوسنی نظام يوڅه وسکڼي.

د امريکا ولسمشر بارک اوبا ما په دغې مرکه کې د ځينو نورو مسايلو ترڅنګ د امريکايي رسنيو له توپيره ډک چلند په باب هم خبري وکړې چې توکميزو مسايلو او دده په وينا ځينې وخت بې ځايه مسايلو ته لمن وهي.

ده د هغې تورپوستې امريکايۍ ښځې قضيه هم ياده کړه چې د امريکا د کرني وزارت ماموره وه او په دې وروستيو کې د امريکا د محافظه کاره رسنيو له لاسه له کار څخه وشړل شوه.