پر غزې اسراييلي برید يو وواژه ۸ يې ټپيان کړل

غزه
Image caption په غزه کې طبي سرچينو ویلي د اسراييلو په پنځو جلا بریدونو کې لږترلږه ۸ کسه ټپیان شوي.

د غزې پر تراډه اسراييلو برید کړی، چې لږترلږه یو تن پکې وژل شوی او اته نور ټپيان دي.

عيني شاهدانو او طبي سرچينو ویلي برید د حماس ډلې د عزالدین القسام ډلې پر اهدافو کړی.

د حماس ګوند اړوندې جنګيالي عزالدین القسام جنګي ډلې ويلي وژل شوی د دوی یو غړی دی.

الوتکو د حماس ډلې يو شمېر مقامات په نښه کړي، خو کوم جګپوړی چارواکی پکې نه دی وژل شوی.

وژل شوی عیسی مطران د عزالدین القسام ډلې يو تکړه جنګیالی و.

د اسراييلو الوتکو د جمعې په شپه او د شنبې پر ګهیځ پر غزه پنځه توغندي توغولي.

داسې انګېرنه ده چې ګني الوتکو د هغه توغندي په ځواب کې دا برید کړی، چې له غزې څخه پر عسقلان ساحلي ښار توغول شوی و، خو کومه مرګ ژوبله یې نه لرله.

په غزه ې د ايمرجنسي ادارې عمومي مشر معاوین حسنین ويلي ژغورندويې ډلې د عیسی المطران د مړي ټوټې راټولې کړې، چې د غزې په تراډه کې په نښه شوی و.

ښاغلی حسنین زياتوي "د اسراييلو په پنځو جلا توغنديزوبریدونو کې اته کسه نور ټپيان شوي، چې د ځينو روغتیايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی."

ورته مطالب