ويکي ليکس د امریکا تورونه رد کړل

د ويکي ليکس بنسټ اېښودونکی جولين اسانج
Image caption تېره اوونۍ ويکي ليکس وېبپاڼې په زرګونو هغه اسناد خپاره کړل، چې د امریکا د پوځ پټ رپوټونه دي چې د افغانستان په اړه يې په خپلو کې ليکلي دي.

د وېکي ليکس بسنټ ايښودونکي چې د افغانستان د جګړې په اړه يې څه باندې نوي زره سري اسناد رسوا کړل د امريکايي چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې لاسونه يې په وينو سره دي.

د هغې وېبپاڼې بسنټ ايښودونکي چې د افغانستان د جګړې په اړه يې څه باندې نوي زره سري اسناد رسوا کړل د امريکايي چارواکو هغه تورونه رد کړل چې ګواکې لاسونه يې په وينو سره دي.

د ويکي ليکس جولين اسانج بي بي سي ته وويل په دې اړه هېڅ بېلګه نه شته چې وښيي د رسوا شويو اسنادو پر بنسټ دې څوک وژل شوي وي.

هغه پنټاګان تورن کړ چې هڅه کوي په جګړه کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه د خلکو پام بلې خواته واړوي:

''څوک باید دا وپوښتي چې ولې پنټاګان په خيالي وينې فکر کوي، او وايي چې ښايي زموږ لاسونه په وينو سره وي، حال دا چې داسې شواهد نشته او له بل پلوه زموږ لخوا په خپرو شوو اسنادو کې ښودل شوي چې په افغانستان کې ۲۰ زره انسانان وژل شوي، ښاغلي ګېټس په خپل ۱۵ دقیقه يي کانفرانس کې د دغو وژل شوو کسانو په اړه د پلټنې غوښتنه ونه کړه، دا وژنې د ده په وخت کې شوې دي، ده له افغانانو بښنه هم ونه غوښته او دا یې ونه ویل چې تر دې وروسته به دا ډول تګلارې نه تعقیبوي، نو په افغانستان کې په رښتیا وينه بهېدلې، چې د ښاغلي ګېټس او ولسمشر اوباما د ادارې د تګلارو او په سیمه کې د عمومي شخړې له امله بهېږي. ''

Image caption ښاغلي اسانج وویل په افغانستان کې ۲۰ زره انسانان وژل شوي، چې ښاغلي ګېټس يې مازې يادونه هم ونه کړه.

سپينې مانۍ د ويکي ليکس وېبپاڼې ته خواست کړی چې پاتې ۱۵ زره اسناد خپاره نه کړي.

سپڼې ماڼۍ دا خبره رد کړه، چې ګني ښاغلي اسانج له دوی غوښتي وو چې د خلکو د ژوند ژغورلو په هوډ دې تر خپراوي وړاندې پر دغو اسنادو يو نظر تېر کړي.

تېره اوونۍ ويکي ليکس وېبپاڼې په زرګونو هغه اسناد خپاره کړل، چې د امریکا د پوځ پټ رپوټونه دي چې د افغانستان په اړه يې په خپلو کې ليکلي دي.

وړمه ورځ د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس پر دغې وېبپاڼې تور ولګاوه، چې د دغو رپوټونو په خپرولو یې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړی دی.

ورته مطالب