هالند له افغانستانه ټول سرتېري وباسي

هالنډي سرتېري په افغانستان کې
Image caption هالند د ناټو لومړنى غړى هيواد دى چې ټول سرتيري له افغانستانه وباسي .

په افغانستان کې نن، يکشنبه د اگست لومړۍ نېټه د زمري لسمه ، د هالنډي سرتيرو دنده رسمآ پاى ته رسيږي .

هالنډ څه کم دوه زره عسکر په ارزگان ولايت کې لرل چې وروستي کسان به يې نن ترې خپل هيواد ته ستنيږي .

د هالنډ سرتيرو پر دغه ماموريت باندې خپله په هالنډ کې ډيرې لانجې وې چې ايتلافي حکومت يې هم ونړاوۀ .

له کابله جان لاين پرې ليکي :

دا چې په افغانستان کې اتيا زره امريکايي سرتيري او پنځه ديرش زره د نورو هيوادونو عسکر شته نو د هالنډيانو د ١٧٠٠ پوځيانو وتل به کوم لوى نظامي بدلون رانه ولي خو سمبوليک اغيز به يې د شميرو له مسالې ور ها خوا خورا ډير وي .

په هالند کې د افغان پوځي ماموريت په باب اختلافونو د هغه هيواد ايتلافي حکومت ونړاوۀ ، تر وخت وړاندې يې انتخابات پکې وکړل او د اروپايي ټولنې په نورو هيوادونو، په ځانگړې توگه جرمني کې يې هم خلک هېښ کړل ، ډير جرمنيان د افغانستان له جگړې سره مخالفت ښيي .

کانادا هم واردمخه هوډ ښوولى چې راتلونکى کال به خپل عسکر له افغانستانه وباسي ، پولنډ به بيا په ورپسې کال کې له افغانستانه خپل سرتيري ورغواړي .

د هالنډي عسکرو وتل به يو بل ډول اغيز هم ولري ، هغه داسې چې خلک يې هالنډي بڼه بولي مانا دا چې تر جگړې خبرې ډيرې کوي .

د دوى ځواکونه د ارزگان په ولايت کې ول . ارزگان ډيره بې وزلې غزنۍ سيمه ده چې د هلمند او کندهار په شمال کې پرته ده .

Image caption د ارزګان ګڼ خلک له هالنډي عسکرو خوښ ښکارېدل.

هالنډيانو د امريکاييانو برتانويانو او کانادايانو په پرتله ډير لږ سرتيري له لاسه ورکړي دي .

په افغانستان کې د هالنډ ټول 24 سرتېري وژل شوي او تر 140 ډېر نور ژوبل شوي دي.

د هالنډي وژل شويو عسکرو په ډله کې د هغه هيواد د لوى درستيز جنرال پيتر وان هوم زوى و .

د ارزګان ګڼ خلک له هالنډي عسکرو خوښ ښکارېدل.

په ارزګان کې د بي بي سي خبریال وايي د هالنډيانو په اړه د ارزګان اوسېدونکي پر درو برخو وېشل شوي، ځينې هېڅ نه پوهېږي چې هالنډيان څوک ول او د څه لپاره راغلي ول.

دویمه ډله بیا وايي ټولو بهرنیانو ته په يوه سترګه ګوري، ځينې نور بیا وايي چې ښايي تر هالنډ وروسته بل هېواد دغه ولایت ته ډېر کار وکړای شي، په دا چې هالنډ يو کوچنی هېواد و.

يوه بله ډله وايي هالنډي ځواکونو د ارزګان د خلکو کولتور درک کړی و او په سيمه کې به يې بې ځايه عملیات او چاپې نه اچولې.

ورته مطالب