پاکستان: په سېلابونو کې د وژل شوو شمېر ۱۱۰۰ ته ورسېد

پاکستان کې سېلابونه

پاکستان وايي په سېلاب ځپلو سیمو کې شاوخوا ۲۷ میلیون کسان بند پاتې دي.

پاکستان وايي په تېرو څو ورځو کې سېلابونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۱۰۰ کسان وژلي او تر ۲۷ میلیون ډېر نور په سېلاب ځپل شوو سیمو کې بند پاتې دي.

په خيبر پښتونخوا کې د بېړنیو پېښو مسؤول عدنان خان ویلي تر اوسه ۲۰ زره کسان د پوځي چورلکو لخوا ژغورل شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې مرستندویې ټولنې ویاند بي بي سي ته ويلي سېلابونو د پاکستان په شمال لوېديځ کې ډېرې لیرې سیمې هم اغېزمنې کړې دي.

که څه هم په تېرو څو ورځو کې د پاکستان په شمال لوېديځ کې لویې لارې تړل شوې وې، خو رپوټونه وايي چې اوس دغه لارې يو څه پرانيستل شوې دي.چ

د لارو بندېدو هم ځپل شوو سیمو ته د مرستو د لړۍ په مخ کې خنډونه جوړ کړي ول، چې لاهم په اغېزمن شوو سیمو کې میلیونونه کسان بند پاتې دي.

خو اسلام اباد ته له خيبر پښتونخوا نه غځېدلې لاره لاهم بنده ده، د بي بي سي خبريال وايي اوس ګاډي په نورو فرعي لارو تګ راتګ کوي.

په پېښور ښار کې چې تر ۳ میلیون ډېر وګړي پکې اوسېږي، څو ورځې وړاندې يې له نړۍ سره اړيکه شلېدلې وه.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې ښايي راتلونکې دوه شپې به سخت بارانونه وشي، چې له دې سره پاکستان د نورو سېلابونو په اړه سخت اندېښمن دی.

په سند ایالت کې هم د لانورو بارانونو وېرې شته، د پاکستان پوځ ويلي ښايي په سند او نورو ایالتونو کې نور موسمي بارانونه وشي.

خیبر پښتونخوا

په خيبر پښتونخوا کې د بېړنیو پېښو مسؤول عدنان خان ویلي تر اوسه ۲۰ زره کسان د پوځي چورلکو لخوا ژغورل شوي دي.

وړاندويېنې وايي چې له راتلونکې سه شنبې تر پنجشنبې به په سند سخت بارانونه وشي.

له موسمي بارانونو څخه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير هم خوندي نه و، رپوټونه وايي چې هلته هم سېلابونو لږ ترلږه ۲۲ کسان وژلي .

او په بلوچستان کې بیا د ځايي چارواکو د سېلابونو له امله د ۲۵ کسانو د وژل کېدا خبر ور کړی دی.

پر پېښور سربېره په سوات او شانګلا کې هم سېلابونو لارې بندې کړې دي.

اروپايي اتحاديې بیا پاکستان ته د ۳۰ میلیون یورو په ارزښت د مرستې لېږلو ژمنه کړې ده، چې د سېلابونو پر اغېزمنو شوو ووېشل شي.

په دې لړ کې افغانستان هم له سېلابونو خوندي نه و.

رپوټونه وايي د هېواد په ختيځ کې سخت سېلابونه راغلي ول، چې ملي پوځ د چولکو په وسیله ځينې کسان له اغېزمنو شوو سیمو ولېږدول، خو سېلابونو لږترلږه ۷۰ کسان ووژل او زرګونه نور يې سخت وځپل.

تر ټولو ډېر په کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر او غزني ولایتونو کې ډېر سېلابونه راغلی ول.

يونيسف اعلان کړی، چې د سېلاب ځپل شوو لپاره يې د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

پاکستان کې سېلابونه

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .