په خيبر پښتونخوا کې د اصلاحاتو لپاره د بښنې د نړيوال سازمان غوښتنه

Image caption د بښنې نړيوال سازمان وايي ولسمشر زرداري هغه ژمنې نه دي عملي کړې چې تېر کال يې په خيبر پښتونخوا او نورو قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره کړې وې.

د بښنې نړيوال سازمان amnesty international د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري څخه غوښتي چې بريتانيا ته د خپل سفر پرمهال ، په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پراخو اصلاحاتو د راوستو اعلان وکړي.

اټکل کېږي چې ښاغلى زرداري به نن بريتانيا ته راشي .

د بښنې نړيوال سازمان وايي په خيبر پښتونخوا او نورو قبايلي سيمو کې د بېوزلۍ اوقانوني تشې له کبله د خلکو بشري حقونه ترپښو لاندې کېږي او طالبانو ته اجازه ورکوي چې پر دغو سيمو خپله ولکه ټينگه وساتي .

د اسيا پسفيک لپاره د بښنې د نړيوال سازمان مدير سام ضيا ظريفي له بي بي سي سره په مرکه کې پر ولسمشر زرداري غږ وکړ چې خپلې هغې ژمنې پلې کړي چې يو کال وړاندې يې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې دسياسي اصلاحاتو د راوستو په برخه کې کړې وي : (( نژدې يو کال له مخه ښاغلي زرداري په خيبر پښتونخوا کې د سياسي او اقتصادي اصلاحاتو د راوستو ژمنه وکړه ، خو تراوسه پورې دغه ژمنې نه دي پلې شوې.

د بښنې نړيوال سازمان له ولسمشر زرداري څخه تمه کوي چې ددغو سيمو خلکو ته په ټاکنو کې د گډون د سياسي حق او قضايي او اقتصادي حقونو د ورکړې په برخه کې خپلې ژمنې پرځا ى کړي.))

په تېر يوه کال کې د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا او له افغانستان سره پولې ته نژدې په يوشمير قبايلي سيمو کې دطالبانو پر وړاندې پوځي عمليات وکړل چې له کبله يې په سيمه کې اقتصادي سټې زيانمې شوې او سلگونو زره خلک له خپلو سيمو بېځايه شول .

ښاغلى ظريفي وايي د پوځي عملياتو ترڅنگ د پاکستان حکومت بايد ددغو سيمو اقتصادي بيارغونې ته پام وکړي او د نړيوالو لخوا ددغو سيمو رغونې ته بېلې شوې مرستې سمې ولګوي : (( زموږ تمې هغه څه دي چې د پاکستان د پښتنې سيمو له اوسېدونکو مو اورېدلي دي .

پاکستان بايد په دغو سيمو کې يواځې پوځي عمليات ونه کړي . پاکستان بايد د ا په ډاگه کړي چې له سياسي ، اقتصادي او اداري پلوه څنگه غواړي چې ددغو سيمو حالت بدل کړي . موږ دې ته سترگې پر لاره يو چې د پاکستان حکومت په دې برخه کې خپله تگلاره اعلان کړي.))

د بښنې نړيوال سازمان داسې مهال په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د پاکستان له حکومت څخه د اصلاحاتو غوښتنه کړې چې ويجاړونکو سېلابونو دغه سيمې سختې ځپلې دي .

وروستي راپورونه وايي چې تر يو زرو پنځه سوه ډېرکسان مړه شوي او لسگونه زره نور په سېلابونو کې ايسار پاتې دي .