په عراق کې د امريکا پوځي ماموريت پای ته رسېږي

Image caption د اګست تر پايه به 90 زره تنه پوځيان له عراقه ووځي، او پاتې پنځوس زره به يې د راتلونکي کال تر پايه په عراق کې پاتې وي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپله هغه ژمنه يو ځل بيا راغبرګه کړه چې امريکايي پوځيان به په عراق کې د روان اګست تر يو دېرشمې خپل پوځي فعاليتونه پای ته ورسوي.

بارک اوباما دا هم تايد کړه چې د راتلونکي کال ترپايه به له عراق څخه خپل ټول سرتېري وباسي.

ولسمشر اوباما د اتلانتا په جورجيا کې د زړو پوځيانو يوې غونډې ته وويل د امريکا پوځ به له راتلونکې مياشتې څخه د عراقي پوليسو په روزنې او ملاتړ تمرکز وکړي.

هغه دغه راز ګواښنه وکړه چې ښايي حالات سخت شي او امريکايي پوځيان به لا هم له تلفاتو سره مخامخ وي.

بارک اوباما تېر کال ژمنه کړې وه چې په عراق کې به خپل پوځي فعاليتونه پای ته رسوي، له دغو خبرو څخه يې موخه د ولسمشرۍ د ټاکنو رايه ورکونکو ته ددې پيغام رسول دي چې دی خپلې ژمنې پوره کوي.

د اګست تر پايه به 90 زره تنه پوځيان له عراقه ووځي، او پاتې پنځوس زره به يې د راتلونکي کال تر پايه په عراق کې پاتې وي.

ددې بهير په پای ته رسېدو سره به درې سوه پنځوس امريکايي اډې او درې نيم ميليونه وسايل وتړل شي چې يا به عراقي ځواکونو ته ورکړل شي او يا به هم د امريکايي پوځيانو نورو مرکزونو ته ولېږدول شي.

دا د بارک اوباما يو نوښت ګڼل کېږي او ولسمشر اوباما ډېر احتياط کوي چې د جورج ډبليو بوش تېروتنې تکرار نه کړي، چې اوه کاله مخکې يې ويلي ول، په عراق کې د امريکا ماموريت پای ته رسېدلی.

بارک اوباما په دې اړه وايي: ((هلته لا هم په بمونو او ګوليو سمبال کسان شته چې غواړي د عراق د پرمختګ مخه ونيسي او سخت واقعيت دا دی چې موږ په عراق کې د امريکايانو د قربانيو پای نه دی ليدلی.

خو تېروتنه بايد ونه شي چې له عراق سره زموږ ژمنه له پوځي هڅو څخه چې پوځيانو يې مشري کوله ملکي هڅو ته بدلېږي چې مشري به يې ديپلوماتان کوي)).

ښاغلی اوباما افغانستان ته نوي اضافي سرتېري لېږي خو ددې مياشتې په پای کې له عراقه خپل پوځيان باسي، چې په دې سره به واک ته له رسېدو را وروسته دواړو هېوادونو ته د لېږل شويو پوځيانو مجموعي شمېر راکم کړي.

په امريکا کې د نوامبر په مياشت کې د کانګرس د منځنۍ دورې لپاره ټاکنې پيلېږي له عراقه د امريکايي پوځيانو ايستل به له ديموکرات ګوند سره چې د دوو بهرنيو جګړو سخت مخالف دی مرسته وکړي.