پاکستان: د کراچۍ په نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي

کراچۍ

کراچۍ تر دې وړاندې هم د ورته پېښو شاهده وه.

د پاکستان د کراچۍ ښار په تاوتریخوالي کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي.

تاوتریخوالي هله زور واخیست، کله چې د تېرې دوشنبې پر ورځ يو سيمه ييز سیاستوال رضا حیدر د وسله والو لخوا په جومات کې د فاتحې پرمهال ووژل شو.

ملګري ملتونه وايي په روان ۲۰۱۰ کال کې د کراچۍ په اړدوړ کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

پاکستاني پوليسو ويلي د سه شنبې پر ورځ په کراچۍ د تاوتریخوالي پېښې زياتې شوې او لسګونه ګاډو ته اور ورته شو.

د رويټرز خبري اژانس وايي د کراچۍ په پېښو تې تر ۸۰ ډېر کسان ټپيان شوي دي.

پوليس وايي لسګونه هټیو او سوداګريزو ځايونو ته اور ورته شوی دی.

کراچۍ تر دې وړاندې هم د ورته پېښو شاهده وه.

کراچۍ د پاکستان له لویو ښارونو څخه دی، چې د قومي لږکیو او سیاسي ډلو ترمنځ تل پکې د تاوتريخوالي پېښې رامنځ ته کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .