ایران پر ولسمشر احمدي نژاد د برید خبر رد کړ

احمدي نژاد
Image caption احمدي نژاد د چهار شنبې پر ورځ په همدان کې.

ایراني چارواکو ويلي چې په لوېديځ همدان ښار کې پر ولسمشر محمود احمدي نژاد هېڅ کوم برید نه دی شوی.

د ایران يوې وېبپاڼې ویلي وو چې د ولسمشر د ګاډو پر کاروان چاودېدونکي توکي ور ويشتل شوي ول.

خو د ایران پرېس تلوېزیون ويلي ''داسې هېڅ کوم ډول برید نه دی شوی.''

ایراني چارواکو ویلي د اور لګېدو يوه پېښه د چاودنې لامل شوې ده.

ښاغلي احمدي نژاد د فوټبال په سټډيم کې خپلې وینا ته دوام ورکړی دی.

د ایران العالم تلوېزیون هم ویلي چې د اور له امله چاودنه شوې

مخکني مالومات

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد له يوه وژونکي بریده روغ رمټ وتلی دی.

رپوټونه وايي د نوموړي د ګاډو پر کاروان د ایران په لوېديځ همدان ښار کې برید وشو، خو هغه ته کوم زیان نه دی اوښتی.

لومړني رپوټونه وايي په برید کې ځينې کسان ټپيان شوي.

د ایران يوې وېبپاڼې ليکلي په لوېديځ همدان ښار کې د ولسمشر د ګاډو پر کاروان برید شوی، چې هغه ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو د ایران د ولسمشرۍ دفتر د رسنیو برخې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په همدان کې پر ولسمشر هېڅ برید نه دی شوی.

تېره اوونۍ ښاغلي احمدي نژاد ويلي وو چې ګني ‘’صهیونيستان’’ هڅه کوي چې دی ووژني.

ښاغلي احمدي نژاد د ایران د فوټبال په سټوډيم کې وینا کوله، چې پر تلوېزیون په ژوندۍ توګه خپرېده.

په اماراتو کې د العربیه تلوېزيوني شبکې ويلي په برید کې د خبریالانو يو ګاډی په ښه شوی دی.

رپوټونه وايي برید هغه مهال وشو، کله چې خبریالان په يوه ګاډي کې له ولسمشر احمدي نژاد سره مل ول.

د ایران 'خبر انلاین' وېبپاڼې هم دا خبر تاييد کړی دی.

وېبپاڼه زياتوي چې د ښاغلي احمدي نژاد ګاډي له بریده ۱۰۰ متره ليرې و، چې کوم زيان نه دی ورته اوښتی.

ورته مطالب