پاکستان: سېلابونو ۱۲میلیون خلک اغېزمن کړي

سېلاب ځپلي
Image caption د پاکستان د ناورينونو اداري چارو څانګې مشر نديم احمد په يوه اعلاميه کې ويلي کله چې وروستۍ اروزنه وشي، دی باور کوي دغه ناورين به د ده په وينا د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو ناوړه وي.

اوس له راهيسې چې دغه ناورين پيل شوی دی، څه د پاسه يوه اوونۍ تېرېږي، خو د هغو خلکو شمېر چې دغو سېلابونو ځپلي، د خطر د زنګ په توګه په زياتېدو دی.

د سېلابونو اوبه چې د هېواد په شمال کې له اورښته رامنځته شوې، اوس د پاکستان له منځنۍ برخې تېرې شوې، او مخ په جنوب په هسکه څپاندې رواندي. د باران اورښت لا اوس هم روان دی.

لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني په يوه ټلوزيوني وينا کې د بيړنيو نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه:

''د انسانانو د ژوند او هم د بنسټيزو ودانيو زيان پراخ دی. د زيانونو رښتينې اروزنه يوازې هغه وخت کېدی شي، چې دغه اوبه کېني. په دې وخت کې چې زه خبرې کوم، سېلابونه لا اوس هم نوې سيمې لاندې کوي او د ويجاړۍ کچه نوره هم زياتوي.''

وېروونکې کيسې لا اوس هم په را روانې دي، لکه دا چې له مظفر اباد سره نژدې د يو څپانده سيند اوبو له ۴۰ کسانو سره يو بس يووړ. خو دا د زياتو غميزو ترمنځ يوازې پېښه ده.

وروستۍ سيمې چې سېلابونه ځپلې د پاکستان تر ټولو مهمو کرنيزو مځکو شمېرل کېږي.

د پوليسو يو جګپوړی چارواکی چودري سليم وايي، دا هغه سيمه ده چې ډېر خلک په کې مړه شول:

''دا حاصل ورکوونکې مځکه ده، او خلک تل دلته کروندې او څارړی ساتي. دوی د خپل ژوند لپاره پرې په بشپړه تکيه کوي.

دوی ته د سېلابونه ګواښونه شوي وو، خو ځينو نه غوښتل چې خپل څاروي پرېږدي.''

Image caption د پاکستان لومړي وزير پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د ژوندي پاتې شويو لپاره مرستې ډېرې کمې رسېږي، دوی دې ته رسېدلي چې په دغو مرستو جګړه وکړي.

داسې شکايتونه هم شته چې حکومت پوره کار نه کوي.

خو شمېرې هېښوونکې دي، او دا سخته چې پوه شي يو هېواد به له دغه ډول ستونزې سره ځان سم کړی شي.

۱۲ ميليونه خلک اغېزمن شوي، ۶۵۰ زره کورونه ويجاړ شوي او بنسټيزو اباديو او ودانيو ته ستر زيان رسېدلی دی.

د پاکستان د ناورينونو اداري چارو څانګې مشر نديم احمد په يوه اعلاميه کې ويلي کله چې وروستۍ اروزنه وشي، دی باور کوي دغه ناورين به د ده په وينا د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو ناوړه وي.

ورته مطالب