سپينې ماڼۍ د زرداري خبرې رد کړې

رابرټ ګېبس
Image caption رابرټ ګېبس وويل چې امريکايي ولسمشر به دا خبره ورسره ونه مني چې د افغانستان جنګ بايلل شوی دی.

سپيني ماڼۍ د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري دا خبرې رد کړې چې ويل يې امريکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې جنګ بايلي.

د اوباما وياند رابرټ ګيبس رسنيو ته وويل چې د امريکا د ولسمشر دا بيان چې څو شپې د مخه يې د افغانستان په جګړه کې د پرمختګ هيله څرګنده کړه د پاکستان د ولسمشر زرداري له دې ارزوني سره اړخ نه لګوي.

ده وويل چې امريکايي ولسمشر به دا خبره ورسره ونه مني چې د افغانستان جنګ بايلل شوی دی.

امريکايي چارواکو دا غبرګون هغه وخت وښود چې زرداري په سې شنبه په فرانسه کې د ليومونډي په نامه ورځپاڼي سره په يوه مرکه کې وويل چې امريکا او ټلواله يې په افغانستان کې له جنګياليو څخه جګړه بايلي.

د زرداري خبرې په مرکه کې داسې راغلي نړيواله ټولنه چې پاکستان يې غړی دی، له جنګياليو څخه جګړه بايلي. د دې علت دا يادوي چې موږ خلک د ځان څخه خوشاله نه دي ساتلي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند ډګروال ډیو لاپن هم د زرداري په کړو خبرو کې څرګنده کړه چې موږ د جنګياليو د سر کسان نيولي، خو دا لا اوس وختی دی چې سړی دې يې د کرزي د حکومت او ټلوالي ځواکونو په باب مثبته نښه وبولي.

Image caption زرداري ويلي وه چې د پاکستان سرښندني په دغه جګړه کې ترټولو زياتي دي.

د برتانوي لومړي وزير ډېوېډ کاميرون د دې خبرو په ځواب کې چې ويلي وه په پاکستان کي داسې کسان شته چې د برتانوي عسکرو ژوند ګواښوي او پاکستان بايد نورڅه هم وکړي زرداري ويلي وه چې کله له کامرون سره وويني، نو ورته وبه وايي چې ترهګري بايد دوی سره يو کړي نه دا چې سره بېل يې کړي.

زرداري ويلي وه چې د پاکستان سرښندني په دغه جګړه کې ترټولو زياتي دي.

خو په دغه مرکه کې زرداري نور هم لوړ تللی په نهيلي يې ويلي چې د افغانستان جګړه نه ګټل کيږي.

افغانان د ده په قول د ښه راتلونکي په نيت د ناټو له عملياتو سره په ښه زړه ملګرتيا نه کوي او جنګيالي د ده په خبره د بهرنيو ځواکونو د وتون لار څاري.

ورته مطالب