زرداري: نړیواله ټولنه د طالبانو پروړاندې 'جګړه بایلي'

زرداري
Image caption پر ولسمشر زرداري داسې نیوکې شته چې هېواد یې سختو موسوني سیلابونو ځپلې نو باید خپل دا سفر یې لغوه کړی وای.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري انګلستان ته تر سفر څو ساعته وړاندې د افغانستان د جګړې په اړه بې پردې خبرو د پاکستان او برتانیا ترمنځ دیپلوماتيکې اړیکې تر خپل سیوري لاندې راوستي دي.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کاميرون له ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې پر پاکستان نیوکې کړې وې.

ولسمشر زرداري یوې فرانسوۍ ورځپاڼې ته د لومړي وزیر کاميرون د نیوکو پر وړاندې ویلي نړیواله ټولنه د طالبانو پر وړاندې جګړه بایلي.

خو ډېوېډ کاميرون د ښاغلي زرداري دا خبرې په چټکه توګه رد کړې.

له برتانیا څخه د زرداري لیدنه د دغو خبرو تر اغېز لاندې راغلې، ان تر دې چې د پاکستان ولسمشر تصمیم نیولی د ښاغلي کاميرون د ځپونکو ادعاوو ځواب بېرته ورکړي.

د پاکستان ولسمشر وايي د پاکستان په ګډون نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه بایلي، پر ټولو سربېره ښاغلی زرداري ددې لامل د زړونو او فکرونو په لاس ته راوړولو کې پاتې کېدل په ګوته کوي.

ولسمشر زرداري د فرانسې د ‘ليموند’ له ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي دا پاکستان دی چې تر ټولو زیات له ترهګرۍ څخه زیانمن شوی دی.

د برتانیا د ایتلافي حکومت لومړي وزیر ډېوېډ کاميرون وايي دوی به تر ۲۰۱۵ کاله پورې په افغانستان کې خپل پوځي شتون پای ته ورسوي.

نو دده له خوا ولسمشر زرداري د خبرو چټک ردول کومه د حیرانتیا خبر نه ده، ښاغلی کاميرون وايي برتانوي پوځیانو په روان کال کې په افغانستان کې ډېر خلک او زیاتې سيمې ساتلې دي:

''که یوازې هلمند په پام کې ونيسو چې موږ هلته یو... موږ د یو زیات شمېر خلکو ساتنه کوو، او له ترهګرو څخه یې ساتو. په هغه سیمه کې چې موږ شتون لرو تاسې مارکیټونه، ادارې او ښوونځي هلته پرانیستي وینئ، او هلته د ژوند کولو چاپېریال رامنځ ته شوی دی. نو زه دا نه منم چې موږ د زړونو او فکرونو جګړه بایلو.''

داسې ښکاري چې د جمعې پر ورځ به دواړه مشران بې پردې خبرې سره وکړي، که څه هم لومړی وزیر کاميرون تمه لري چې پاکستان به د سخت دریځو پر ضد خپلې هڅې لا پراخې کړي.

له بلې خوا پر ولسمشر زرداري داسې نیوکې شته چې هېواد یې سختو موسوني سېلابونو ځپلې نو باید خپل دا سفر یې لغوه کړی وای.

Image caption د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کاميرون له ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې پر پاکستان نیوکې کړې وې.

د برتانیا په پارلمان کې د برمنګهم استازی خالد محمد وايي دی به په هغه ښار کې له ښاغلي زرداري سره ونه ګوري:

''هغه په پاکستان کې د هغو کسانو خبرو ته غوږ ونه نیوه چې ده ته یې ویل باید دا سفر تر سره نه کړي خو هغه ونه منله، او اوس هغه دلته رارسېدلی دی، هغه په هېڅ ډول نه غوښتل چې دا سفر یې لغوه شي، او یواځنۍ لار چې تاسې یې وینئ دا ده چې په سفر کې ګډون ورسره ونه کړﺉ، او مطمنا له هغه چا به ملاتړ ونه کړﺉ چې د خپلو خلکو هېڅ پروا ونه لري.''

خو داسې ښکاري چې ولسمشر زرداري نه غواړي چې د شنبې په ورځ برمنګهم ته خپل سفر لغوه کړي، چې له خپل زوی بېلاول سره سیاسي خبرې وکړي.

بېلاول د ښاغلي زرداري او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو زوی دی چې د آکسفورد په پوهنتون کې زده کړې کوي.

سپينې ماڼۍ د پاکستان د ولسمشر هغه څرگندونې رد کړي چې وايي نړيواله ټولنه د طالبانو په وړاندې افغانستان کې جگړه بايلي.

د سپينې ماڼې وياند رابيرت گيبس وويل چې د ولسمشر وباما داخبره چې افغانستان کې پرمختگ شوى، د ښاغلي زرداري ارزونه ردوي.

ورته مطالب