نصرالله: که اسراييل برید وکړي، لاسونه به یې غوڅ کړو

سید حسن نصرالله
Image caption د حزب الله مشر د لومړي ځل لپاره اسراييل گرم کړ چې پنځه کاله د مخه، د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق حريري په وژلو کې يې لاس درلود.

د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله ويلي چې که د لبناني اواسراييلي پوځونو ترمنځ پولو کې بله نښته وشي، نو ځواکونه به يې جگړې ته ننوځي.

د حزب الله د مشر دغه خبرې د اسراييلو او لبناني عسکرو ترمنځ پولو کې له نښتو وروسته راځي چې په ترڅ کې يو اسراييلي عسکر، دوه لبناني عسکر او يو لبنانى خبريال وژل شوي دي.

دا د ٢٠٠٦ کال له جگړې وروسته د لبنان او اسراييلو پر گډو پولو کې تر ټولو سخته جگړه وه او د حزب الله د مشر دغه څرگندونې ښيي چې ددې خطر شته چې وضع لا کړکېچنه شي.

سيد حسن نصرالله خبردارى ورکړ چې که د لبناني او اسراييلي عسکرو ترمنځ پولوکې نورې جگړې وشي، نو دده تر قوماندې لاندې ځواکونه به لا س تر زنې کېنني .

ده وويل د اسراييلو هغه لاس به پرې کړي چې وغواړي پر لبناني عسکرو گوزار وکړي.

د حزب الله مشر د لومړي ځل لپاره اسراييل گرم کړ چې پنځه کاله د مخه، د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق حريري په وژلو کې يې لاس درلود.

د گرموالي دغه خبره داسې مهال کيږي چې د ملگروملتونو له خوا په يوه خپرېدونکي نوي رپوټ کې د رفيق حريري په وژلو کې حزب الله پخپله هم له ورته تورنو سره مخامخ ده.

ورته مطالب