امريکا: ويکي ليکس دې پاتې 15 زره سندونه را وسپاري

Image caption تر اوسه معلومه نه ده چې ويکي ليکس به د اسناد د ورسپارلو په تړاو دامريکا غوښتنه و مني او کنه خو د امريکا غوښتنه هم ډېره جدي برېښي.

دامريکا دفاع وزرات له ويکي ليکس ويبپاڼې غوښتي چې د افغانستان د جگړې په تړاو تر پېنځلس زره ډېر هغه سندونه په بيړني ډول وروسپاري چې تر اوسه يې نه دي خپاره کړي .

دغه سندونه له نژدې پېنځه اويا زره هغو سندونو سره يو ځای ويکي ليکس ته رسېدلي چې وار له مخه خپاره شوي دي .

په خپرو شويو سندونو کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې او پوځي عملياتو د سلگونو پيښو جزييات په ډاگه شوي دي .

د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند جيوف موريل وويل د ويکي ليکس دې کار په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو او هغو ملکي افغانانو ته ژوند ته ګواښ پېښوي چې د دوی لپاره کار کوي.

افغانان

د ويکي ليکس ويبپاڼې له لوري په خپرو شويو محرمو اسنادو کې د يو شمېر افغانانو نومونه راغلي چې امريکايانو ته يې معلومات ورکول .

له دې سره دا وېره ډېره شوې چې دا کار به له يوې خوا دغو کسانو ته زيان ورسوي او له بلې خوا به هغوی نور امريکايانو ته معلومات ور نه کړي .

د امريکا دفاع وزارت هم وړاندې ويلي ول په دغو سرکاري محرمو اسنادو کې د يادو شويو افغانانو له ډلې څخه يوه يې په افغانستان کې امريکايي چارواکو ته شکايت کړی دی.

ډګروال ډېويډ لاپن وويل چې د هر هغه چا نوم چې په دغو اسنادو کې راغلی د مرګ له خطرسره مخامخ دی او دغه افشاګري يا رسوايي، يې پر راتلونکي کار او چلند دواړو اغېزه کولای شي.

ده وېره وښوده چې دغه کار دڅارګرې ادارې اغېزمنتوب د ډېرېدو پر ځای کمولای شي.

د وکيلېکس د ويبپاڼې مشر چې دغه معلومات په لاس ورغلي ول څو ورځې مخکې وويل په هغو اسنادو کې چې د ګڼ شمېر کسانو نومونه يادشوي ول شمېر يې پېنځلسو زرو ته رسېده چې هغه ټول يې له خپرېدو څخه راګرځولي دي.

امريکا هم اوس همدغه پېنځلس زره ا سناد غوښتي چې دوی ته وسپارل شي.

ورته مطالب