په چین کې ځمک ښویېدنې لږترلږه ۱۲۷ وژلي

په چین کې سېلابونه
Image caption سږ کال تر زرو ډېر کسان د سېلابونو له امله په چین کې وژل شوي.

په چین کې د ځمک ښويېدنې له امله لسګونه کسان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر نور ورک دي.

چيني چارواکي وايي په دغه هېوادو کې سختو بارانونو ورپسې ځمک ښويېدونې په شمال لوېديځ ګانسو ولایت کې لږترلږه ۱۲۷ کسان وژلي دي.

رپوټونه وايي غالباً په ځمک ښويدنه کې د تبت سيمه چې د ګانسو ایالت اړونده ده، ډېره زیانمنه شوې ده.

په دغه ولایت کې د سختو بارانونو له المه ګڼ کورونه ویجاړ شوي او ورڅېرمه د یوه بند پر سر لاره تړل شوې ده او سیمه اوبو لاندې کړې ده.

په روان کال کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان د چین په مرکزي ا و جنوبي سیمو کې د سېلابونو له امله وژل شوي دي، او زرګونه نور سخت اغېزمن شوي.

د پېښې سیمې ته چيني سرتېري رسېدلي چې هلته غځېدلې لاره پرانيزي او تری تم شوي خلک ومومي.

د چین لومړی وزير وین جیاباو سیمې ته د ژغورندویه ډلو په مشرۍ تللی، چې حالات له نژدې وڅاري او د ژغورنې عملیات چټک کړي.

شاوخهوا ۱۹۰۰۰ کسان د ځمک ښويېدو له سیمې لاندې اوسېدل، چې اوس يې له اوبو د راپورې وتلو لاره بنده ده.

د تېرې شنبې پر ورځ په ګانسو ایالت کې شړقنده بارانونه وشول، چې ورسره برېښنا پرچاو او برجونه يې ویجاړ شول.

ورته مطالب