په روسيه کې د چاپېريال د خرابتيا ستونزه پراخېدونکې ده

روسيه
Image caption داسې وړاندوينه شوې چې د لوګي او لوخړو خپرېدا ښايي تر سپټمبر پورې دوام وکړي.

په روسيه کې يو مخکښ نړيوال سازمان خلکو ته خبرداری ورکړی چې د ککړتيا د خورا لوړې کچې له امله مسکو ته له سفر ډډه وکړي.

د ساس په نامه د دغې نړيوالې روغتيايي ادارې مشر ډاکټر ډاوګ سټيون وايي حالت خطرناک دی، او مشران خلک، ماشومان او اميندوارې مېرمنې بايد له ښاره په وتلو غور وکړي.

په مسکو کې يوې ډاکټرې ايرينا لوبان وويل د هغو خلکو د ګرځېدا لپاره پوره اوکسيجن نشته چې له تنفسي ستونزو شکايت کوي، او د دغه ډول خلکو ترمنځ د مرګ کچه په لوړېدو ده:

((په تېرو دوو ورځو کې د مسکو څه د پاسه سلو خلکو زموږ کمېټې ته د ښاريانو د ژرغونې لپاره غوښتنې وړاندې کړې دي.

دوی هغه خلک دي چې له ساتنګۍ او ورسره تړلو څخه ستونزو رنځ ګالي.

دا چې په مسکو کې د چاپېريال حالت سخت شوی، او لوګی خپور دی، نو له دې امله دغه خلک اوکسيجن ته اړتيا لري.

خو له بده مرغه نن موږ نه شو کولی چې ناروغانو ته د اوکسيجن خلتو نسخې وليکو.

هېڅ اوکسيجن نشته. نه د اوکسيجن اډې او نه هم کيمياګران اوکسيجن لري.

په دغو دوو ورځو کې دهغو ناروغانو په ګډون چې له موږ څخه يې د مرستې غوښتنه کړې وه، د مرګونو شمېر زيات شوی دی. خو موږ ورسره مرسته نه شو کولی.))

د امريکا حکومت هم خپلو خلکو ته ويلی چې مسکو ته سفر ونه کړي.

د روسيې پلازمېنه د شنبې پر ورځ هم په لوګي کې پټه وه.

اوسمهال له مسکو څخه بهر د ځنګلونو پر پراخو ځمکو اور بل دی، چې ورڅخه د رامنځته شوي لوګي پرېړه بړستن پر ښار خپره شوې ده.

په منځنيو او لوېديځو سيمو کې اوس هم اور لګېږي.

په مسکو کې د راپورونو له مخې د کاربون مونو اوکسايډ کچه د خوندي کچې په پرتله ۶ برابره لوړه ده، او کارپوهان وايي په ځينو سيمو کې د نورو زهرجنو توکيو کچه لا نوره هم لوړه ده.

تر ټولو ناوړه وړاندوينه خو لا دا ده چې د لوګي او لوخړو خپرېدا ښايي تر سپټمبر پورې دوام وکړي.

ورته مطالب