پاکستان: بلتستان کې ځمک ښویېدونې دوه کلي وهلي

پاکستان کې سېلابونه
Image caption په کوز دير کې پوليسو ويلي سېلابونه وړمه ورځ يوه لارۍ وړې چې ۲۵ کسان په کې سپاره وو، ۱۴ يې وژل شوي او ۹ يې په ستونزمن حالت کې ژغورل شوي.

له خيبر پښتونخوا نه راپورونه وايي چې د مرکزی ښار پېښور په ګډون په بېلابېلو برخو کې د باران اوس هم شړک ناتار دی.

د يکشنبې په ورځ هم د بارن درانه اورښت ويجاړۍ رامنځته کړې دي.

د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې په پېښور، نوښار، سوات، چارسده، شانګله، ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، بنو او کوهاټ کې پرون هم بارن اورېده، او اټکل شوی چې اورښت به روان وي.

د خيبر پښتونخوا د ناورينونو ادارې ويلي چې په تېرو دوو ورځو کې د باران د اورښت له امله په ټوله خيبر پښتونخوا کې د ژغورنې کارونه ځنډول شوي او هم يې د مرستې رسونې چارو پر خنډونه جوړ کړي دي.

ډېری څرخي الوتکې اړ وې چې پر مځکه ناستې پاتې شي. چارواکی وايي د سوات دره د ولايت له نورو برخو سره په بشپړ ډول پرې شوې ده.

(ګان رايس) چې هلته د خوراکي مرستو رسونې چارو مسول دی، وويل دوی اغېمنو شويو وګړيو ته د مرستو رسونې په کارونو بوخت دي:

((اوسمهال زموږ لومړی پام هغو خلکو ته د خوړو پر برابرولو راغونډ دی، چې په بر سوات کې له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي. نو لومړۍ چاره چې موږ يې به يې کوو، دا ده چې هلته د اوړو، وريجو، جوارو او نورو خوراکي شيانو په لېږدولو، خلکو ته خواړه برابر کړو. بيا به له توان سره سم بې ځايه شوي خلک را پورته کوو، او د درې ښکته برخې، داسې ځای ته به يې راولو چې رسېدنه ورته کېدی شي.))

په کوز دير کې پوليسو ويلي سېلابونه وړمه ورځ يوه لارۍ وړې چې ۲۵ کسان په کې سپاره وو، ۱۴ يې وژل شوي او ۹ يې په ستونزمن حالت کې ژغورل شوي، او دوه يې لا اوس هم ورک دي. د امريکا د پوځ مرستې رسوونکي (جورج کېلي) وويل اړمنو کسانو ته رسېدنه اسانه نه ده:

((د ناورين اندازه خورا ستره ده. هغه سيمه چې موږ په کې کار کوو، ډېره سخته او بېچلې ده، ډېر لوړ غرونه دي، او مخه نيوونکې درې دي. پر دې سربېره د هوا حالت ننګونه هم په دې تېرو دوو ورځو کې يوه ستونزه وه.))

خيبر پښتنخوا د سېلابونو او پر له پسې اورښت له امله په ناوړه ډول ځپل شوې ده. د خوړو بيې خورا لوړې شوې دي. فيض الله په نوښار کې د (پښتوګړ) کلي اوسېدونکی دی، دی وايي بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

په ګېلګېت بلستان سيمه کې ځمک ښويېدنې دوه کلي وهلي، چې د چارواکيو په وينا ۲۸ تنه ژغورل شوي، او ۲۵ تنه نور لا ورک دي.

له پاکستان سره د مرستې لپاره د ملګريو ملتونو ځانګړي استازي (جان موريس رېپرټ) وويل پاکستان به د اوږده وخت لپاره زياتو پيسو ته اړتيا لري:

((د بيړنيو مرستو پړاو کې به سل ګونه مليون ډالرو ته اړتيا وي، او د رغونې او بيا جوړونې برخه کې به په مليارډو ډالره لګېږي. نو هلې ځلې بايد يوازې اوس ترسره نه شي، بلکې که کلونه نه وي، بايد مياشتې دوام وکړي. په همدې ځای کې موږ نړيوالې ټولنې ته اړتيا لرو چې د پاکستان ترڅنګ ودرېږي، له ملګريو ملتونو، مرستندويه ټولنو سره يا په ډوه اړخيز ډول په بيړه او فعاله توګه پرله پسې مرستې برابرې کړي.))

Image caption په ورکړل شويو شمېرو کې تر اوسه په دغه بې ساري سېلابي ناورين لږترلږه ۱۶ سوه کسان وژل شوي او ۱۴ میليون يې اغېزمن کړي دي.

د سېلابونو اوبه د اباسين په اوږدو کې ښکته جنوب لور روانې دي، او په کروندو شتمن سند ولايت کې يې خلک په ډله ييزه ډول بې کوره کړی دي.

د پاکستان لومړي وزير (يوسف رضا ګيلاني) له سند ولاين نه د ليدنې په مهال وويل دغو سېلابونو د پنځه کاله پخوا کشمير زلزلې په پرتله زيات زيان اړولی دی:

((د دغو سېلابونو د ويجاړۍ کچه د ۲۰۰۵ کال د زلزلې په پرتله خورا لوړه ده. له همدې امله موږ له نړۍ سره په تماس کې يوو چې له موږ سره مرسته وکړي. دغه تاوانونه چې موږ ورکړي نه شي جبيره کېدی.))

په سند کې د اوبو يو بند لا له مخکې مات شوی، او انجينيران خبرداری ورکوي چې په شمال کې د (تربېلا) او (منګلا) ستر بندونه هم د اوبو خپلو لوړو کچو ته نژدې شوي دي.

د پاکستان د هوا پژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په خيبر پښتونخوا کې د لا نور شړک ناتار اورښت امکان دی.

ورته مطالب