د ګوانتانامو د پخواني کمکي بندي محاکمه

د عمر خضر د محاکمې يو اټکليز کښل شوی انځور
Image caption د ښاغلي خضر د محاکمه کېدو بهیر به د ګوانتانامو د جنجالي زندان او د ژمنې خلاف د دغه زندان په تړلو کې د ولسمشر اوباما د پاتې راتلو لاپسې پرته پورته کړي.

د ګوانتانامو په زندان کې ساتل شوی پخوانی کمکی بندي سرتېری د پوځي محکمې پرېکړې ته درول شوی دی .

دا واک ته د ولسمشر اوباما له رسېدو وروسته د خپل ډول لومړنۍ محاکمه ده.

دغه بندي چې عمر خضر نومېږي، د کاناډا تابعیت لري او اته کاله وړاندې افغانستان کې د یوې وسله والې نښتې په پایله کې د نيول کېدا پرمهال ۱۵ کلن و.

د محاکمې قضايي پلاوې ته وویل شول، چې د مدعي علیه يانې عمر خضر عمر ته دې وګوري او بیا دې پرېکړه وکړي، چې ایا هغه اته کاله وړاندې په افغانستان کې د جنګي جنایت نیت لاره او که څنګه.

عمر خضر دا مهال د ارتې سینې او اوږدې ږیزې مضبوط سړی دی، او چې کله پوځي محکمې ته ودرول شي، نو ښايي قضايي پلاوي ته به ستونزمنه وي چې د هغه اته کاله مخکې فعالیتونو ته د یوه ماشوم د کردار په نظر وګوري.

ملګرو ملتونو خبر داری ورکړی، چې ښايي دغه محاکمه به د ټولې نړۍ په کچه، د ماشومانو له منځه د ګمارل شوو سرتېرو لپاره يوه خطرناکه بېلګه وي.

له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته او بیا تر اوسه د نړۍ په هېڅ کوم هېواد کې کوم ماشوم د جنګي جنایت په تور نه دی محاکمه شوی.

پوځي څارنوالان وايي چې ښاغلی خضر له هېڅ شک او شبهې پرته د القاعدې يو جنګیالی دی.

Image caption عمر خضر په خپل غبرګون کې پرې لګول شوي پنځه واړه تورونه ناسم بللي.

خو د هغه مدافع وکیلان وايي هغه یو قرباني دی او د خپل پلار له لوري په زور جګړې ته استول شوی.

په خپله عمر خضر محکمې ته په يوه وړاندې کړې عریضه کې ويلي چې پر هغه پنځه واړه لګېدلي تورونه سم نه دي او دا چې هغه هېڅ کومه ګناه او خطا نه ده کړې.

په هرحال، د ښاغلي خضر د محاکمه کېدو بهیر به د ګوانتانامو د جنجالي زندان او د ژمنې خلاف د دغه زندان په تړلو کې د ولسمشر اوباما د پاتې راتلو لاپسې پرته پورته کړي.

ښاغلي اوباما د روان کال تر پایه د دغه زندان د تړلو ژمنه کړې وه.

ورته مطالب