'ويکيلیکس دې پاتې اسناد په احتیاط خپاره کړي'

ویکیلیکس
Image caption ویکیلیکس په خپل لومړني غبرګون کې ویلي دوی داسې وسیلې نه لري چې وکولای شي د ولسي وګړو نومونه له سندونو وباسي او ددې کار له پاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د بشري حقونو یوې ډلې د ویکیلیکس پر ویبپاڼې ددوی د وروستیو افشا کولو له امله فشار رواړی.

د بشري حقونو دغه ډله وايي ویکیلیکس باید باید د هغو ولسي افغانانو نومونه افشا نه کړي چې له امریکايي پوځیانو سره کار کوي.

د ویکيلکیس ویبپاڼې ته د امریکا د پوځي لسګونو زرو رسېدلو رازونه د خبري رسنیو د سر موضوع وه.

خو اوس د بښنې د نړیوال سازمان، د پرانیستې ټولنې انستیتیوت، او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک سازمان په ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو پر ویبپاڼې غږ کړی چې د ولسي افغانانو نومونه له دغو سندونو وباسي.

دوی وايي ډېر افغانان داسې ګڼل شوي چې امریکايي ځواکونو ته یې معلومات ورکوي، چې ددې کسانو د نومونو، کورنیو او د ځایونو په اړه یې روښانه جزییات موجود دي.

د بشري حقونو ډلې وايي په دې کار سره به د دغه کسان د غچ له ګواښ سره مخامخ شي.

په وروستیو د طالبانو له خوا د ولسي وګړو د اعدامولو شمېرې په حیرانوونکې توګه لوړه شوې.

په مۍ او جون میاشتو کې هره اوونۍ شاوخوا 18 تنه ولسي وګړي وژل شوي دي، چې دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله پنځه برابره لوړه ده.

زیاتره کسان په دې تور وژل کېږي چې له نړیوالو ځواکونو سره مرسته کوي.

ویکیلیکس په خپل لومړني غبرګون کې ویلي دوی داسې وسیلې نه لري چې وکولای شي د ولسي وګړو نومونه له سندونو وباسي او ددې کار له پاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

ورته مطالب