م.م د پاکستان سېلاب ځپليو ته د مرستې غوښتنه وکړه

Image caption په پاکستان کې داسې شکايتونه دي چې حکومت له سېلاب ځپلو سره په مرستو کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان په سېلابونو کې د يوې خورا ډېرې ځپل شوې سيمې يوه سياسي مشر خبردارى ورکړى چې دغلته د لومړنيو اړتيا وړ توکو د زېرمو په کمېدو او له منځه تلو سره گډودي په ډېرېدو ده.

د پنجاب په ايالت کې د ايندوس د سيند پر غاړه دېره دغه سياسي مشر محسن لغاري بي بي سي ته وويل خلکو يې هر څه له لاسه ورکړي دي .

ده زياته کړه سېلاب ځپليو ته د ورځيني ژوند لپاره ان بوره او غوړي هم نه دي ورپاتې.

بله خوا ملگرو ملتونو د پاکستان په وروستيو سېلابونو کې له ځپل شويو خلکو سره د مرستې لپاره د ٤٥٠ مليونه ډالرو د راټولولو غوښتنه کړې.

د ملگرو ملتونو د سازمان د بشري مرستو تنظيموونکي جان هولمز دا په وروستيو کلونو کې خورا لوى ناورين بللى دی.

ښاغلی هولمز ويلي که چېري بشري مرستې پراخې او گړندۍ نشي نو د گڼو انسانانو د تلف کېدو وېره شته:

(( زما په اند د سېلاب ځپلو خلکو شمېر په زياتېدو دی ، ځکه د اوبو سطحه لا هم په لوړېدو ده.

د پاکستان په مرکزي او سوېلي برخو کې د اوبو يو شمېر لوی بندونه د ماتېدو له ګواښ سره مخامخ دي او په ځينو سيمو کې لا هم سخت اورښتونه کېږي.

دغه راز کېدای شي د مړو شمېره نوره هم لوړه شي ځکه ډېرو لرې پرتو سيمو ته لا ژغورندويه ډلې نه دي ور رسېدلې.))

پاکستان نړيوالې مرستې غواړي

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني په يوه ټلوزيوني وينا کې د بيړنيو نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه: (( د انسانانو د ژوند او هم د بنسټيزو ودانيو زيان پراخ دی. د زيانونو رښتينې اروزنه يوازې هغه وخت کېدی شي، چې دغه اوبه کېني. په دې وخت کې چې زه خبرې کوم، سېلابونه لا اوس هم نوې سيمې لاندې کوي او د ويجاړۍ کچه نوره هم زياتوي.))

د ژوندي پاتې شويو لپاره مرستې ډېرې کمې رسېږي، دوی دې ته رسېدلي چې په دغو مرستو جګړه وکړي او داسې شکايتونه هم شته چې حکومت پوره کار نه کوي.

خو شمېرې هېښوونکې دي، او دا سخته ده چې پوه شي يو هېواد به له دغه ډول ستونزې سره ځان سم کړای شي.

۱۲ ميليونه خلک اغېزمن شوي، ۶۵۰ زره کورونه ويجاړ شوي او بنسټيزو اباديو او ودانيو ته ستر زيان رسېدلی دی.

د پاکستان د ناورينونو اداري چارو څانګې مشر نديم احمد په يوه اعلاميه کې ويلي کله چې وروستۍ اروزنه وشي، دی باور کوي دغه ناورين به د ده په وينا د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو ناوړه وي.