هند: بلېک بيري کمپنۍ دې زموږ اندېښنې ليري کړي

Image caption تر هندوستان وړاندې عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، لبنان او الجزاير هم ويلي و چې بلېک بيري کمپنۍ بايد د دوی اندېښنې ځواب کړي.

هندوستان وايي که د بلېک بيري ګرځنده ټيليفون کمپنۍ د روانې مياشتې تر پايه د دوى امنيتي اندېښنې ليري نه کړي نو ددغې کمپنۍ ټول برېښنا ليکونه او پيغام ګوټي ياSMS به بندوي .

حکومت غواړي د بلېک بيري له لارې لېږدېدونکي توکي بايد دوى ته په داسې بڼه ورکړل شي چې چارواکي يې ولوستلای شي.

دا خبردارى د هندوستان د کورنيو چارو د وزير او د بلېک بيري کاناډايي کمپنۍ د استازو ترمنځ له نيمگړو خبرو وروسته مخې ته راغلى دى.

دا کمپني چې ريسرچ ان موشن نومېږي تر ډېرفشار لاندې ده چې د هندوستان امنيتي ادارې پرېږدي ، ددغې کمپنۍ د پيغامونو سيسټم ته بشپړ لاسرسى ولري.

هندوستان اندېښنه لري چې ترهګر او مجرمان د پټو پيغامونو د لېږلو لپاره بلېک بيري کاروي.

عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، لبنان او الجزاير لا له وړاندې د بلېک بيري په اړه ورته اندېښنه ښودلې ده.

بلېک بيري د ګرځنده ټيليفوني خدمتونو له برابرونکو کمپنيو څخه يواځينۍ يوه ده چې هغه معلومات چې له دې لارې انتقالېږي کنټرول يې هم په کاناډا او بريتانيا کې يواځې له هغې سره دى چې حکومتونه ورته هېڅ لاسرسى نلري.

دغه راز د نوکيا، ايپل او نورو کمپينو پر خلاف يې معلومات داسې پټنومونه يا پاسورډونه لري چې په اسانۍ سره ورته څو ک لاسرسى نه شي موندلى.