پاکستان: ولسمشر زرداري سېلاب ځپلي سيمې ليدلې

Image caption په پاکستان کې وروستيو سېلابونو ميليونه خلک اغېزمن کړي او وړاندوينه کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به دغلته نور سېلابونه هم راشي.

په پاکستان کې سيمه ييزې خبري رسنۍ وايي ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير سيد يوسف رضا گيلاني د سېلابونو تباهۍ ته د حکومت د ځواب په اړه بېگا ناوخته بېړنۍ غونډه کړې ده.

تر دې وړاندې ولسمشر اصف علي زرداري پر ده د کېدونکو نيوکو د راکمولو لپاره په لومړي ځل پرون د سيند ايالت يوې سېلاب ځپلي سيمې ته ولاړ .

نوموړی سکر ښار ته ورغلى وو او هلته يې پر خلکو مرستې وويشلې،

ښاغلى زادراي له دې امله له سختو نيوکو سره مخامخ دى چې د سېلاب پر مهال يې خپل بهرنى سفر رالنډ نه کړ.

هاخوا اغېزمنو خلکو ته ته د مرستو رسولو پر ټکني بهير هم نيوکې روانې دي.

پاکستان له نړيوالې ټولنې څخه مرستې غوښتې خو نړيوالو له دې امله اندېښنه لري چې پاکستان ته ورکول کېدونکې مرستې به دغلته سمې ولګېږي او کنه ؟

د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا گيلاني د بلوچستان د سېلاب ځپلو سيمو د کتنې پرمهال نړيوالو ته ډاډ ورکړ چې د مرستو هره روپۍ به پر ځاى ولگول شي : (( دې سېلاب چې نژدې شپاړس سوه کسان په کې مړه شوي او تر څوارلس ميلونو زيات وګړي يې اغېزمن کړي ، گڼې سيمې يې ځپلې دي.))

زيات کسان د خيبر پښتونخوا په ايالت کې مړه شوي او ځايي چارواکي ادعا کوي هغسې مرستې ورته نه دي رسېدلي چې اړتيايې ده .

د ملګرو ملتونو مرستې

ملگرو ملتونو د پاکستان په وروستيو سېلابونو کې له ځپل شويو خلکو سره د مرستې لپاره د ٤٥٠ مليونه ډالرو د راټولولو غوښتنه کړې.

د ملگرو ملتونو د سازمان د بشري مرستو تنظيموونکي جان هولمز دا په وروستيو کلونو کې خورا لوى ناورين بللى دی.

ښاغلی هولمز ويلي که چېري بشري مرستې پراخې او گړندۍ نشي نو د گڼو انسانانو د تلف کېدو وېره شته: (( زما په اند د سېلاب ځپلو خلکو شمېر په زياتېدو دی ، ځکه د اوبو سطحه لا هم په لوړېدو ده.

د پاکستان په مرکزي او سوېلي برخو کې د اوبو يو شمېر لوی بندونه د ماتېدو له ګواښ سره مخامخ دي او په ځينو سيمو کې لا هم سخت اورښتونه کېږي.

دغه راز کېدای شي د مړو شمېره نوره هم لوړه شي ځکه ډېرو لرې پرتو سيمو ته لا ژغورندويه ډلې نه دي ور رسېدلې. ))

له بلې خوا د پاکستان په سېلابونو کې د يوې خورا ډېرې ځپل شوې سيمې يوه سياسي مشر خبردارى ورکړى چې دغلته د لومړنيو اړتيا وړ توکو د زېرمو په کمېدو او له منځه تلو سره گډودي په ډېرېدو ده.

د پنجاب په ايالت کې د ايندوس د سيند پر غاړه دېره دغه سياسي مشر محسن لغاري بي بي سي ته وويل خلکو يې هر څه له لاسه ورکړي دي .

ده زياته کړه سېلاب ځپليو ته د ورځيني ژوند لپاره ان بوره او غوړي هم نه دي ورپاتې.