جیمزجونز: د افغانستان د جګړې امریکايي ملاتړي په کمېدو دي

جیمز جونز
Image caption جیمز جونز وویل تر ټولو لویه وېره به هغه وي، چې امریکا د روان اخ و ډب مخه ونه نیولی شي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه په امریکا کې ملاتړ لږ شوی دی.

ښاغلي جونز په يوه تلوېزيوني مرکه کې وویل دی وېره لري، چې په امریکا کې د افغانستان د جګړې په اړه د مخالفو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا امریکا خو به په افغانستان کې د ویتنام په خېر له برخلیک سره نه مخامخېږي، وویل: دا يوه ډېره ناراحت کوونکې پوښتنه ده.

نوموړي دې روانې جګړې ته خوشبيني او د ګټلو وړاندوېینه وکړه.

جیمز جونز وویل، چې د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته يې پام دی، او هلته د اورپکو د پټنځايونو له منځه وړلو لپاره همکارۍ ته اړتیا لري.

د ملي امنیت سلاکار د پاکستان پوځ ځينې عسکر له کلونو راهیسې له امریکا سره په دوه مخيزه سیاست تورن کړل.

نوموړي وویل چې د پاکستان ځينې پوځي چارواکي په افغانستان کې د امریکایانو له اوږدمهاله حضور څخه وېره لري.

ده هیله وښوده چې دا کسان به د جګړې په حل کې مرسته ورسره وکړي.

جیمز جونز وویل تر ټولو لویه وېره به هغه وي، چې امریکا د روان اخ و ډب مخه ونه نیولی شي.

Image caption څو ورځې وړاندې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اروپا ته تر سفر وړاندې ويلي وو چې په افغانستان کې امریکا او متحدین يې د افغانانو د زړونو او ذهنونو په ګټلو کې پاتې راغلې ده.

دغه امریکايي جنرال هیله وښوده، چې حالت به خرابېدو ته نه پرېږدي.

د (يو ایس اې ټو ډې) په نامه يوې امريکايي رسنیو په روانه میاشت کې د خپلې یوې نظرپوښتنې په ترڅ کې ويلي وو چې په سلو کې ۶۰ امریکایان د افغانستان په جګړه کې د امریکا حالت ډېر بد بولي.

همدا راز په تېر ژمي کې د ولسمشر د ملاتړ کچه له ۴۸ سلنې څخه و ۳۶ سلنې ته راښکته شوې ده.

څو ورځې وړاندې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اروپا ته تر سفر وړاندې ويلي وو چې په افغانستان کې امریکا او متحدین يې د افغانانو د زړونو او ذهنونو په ګټلو کې پاتې راغلې ده.

ورته مطالب