پاکستان: نړيوالې ټولنې پوره مرستې نه دي کړې

پاکستان
Image caption دا چې د سېلاب له امله نژدې ١٦٠٠ کسان مړۀ شوي او له ۱۴ ميليونو زيات اغېزمن شوي، اکثريت به د حکومت ددې پرېکړې هرکلى کوي،

د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د سېلاب پراخې تباهۍ ته د نړيوالې ټولنې په مټه غبرگونه نيوکه کړې ده.

په ملگرو ملتو کې د پاکستان دايمي استازي ضمير اکرم بي بي سي ته وويل دا چې د پراخې تباهۍ کچه منل شوې، تردې دمه هومره مرستې نه دي شوي.

مرستندويه ادارو د څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د ناروغيو خبردارى ورکړى دى او د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د سيلاب د تباهيو له امله به نن د خپلواکۍ ورځ د اگست د ۱۴ نېټې په مناسبت دوديز مراسم نه ترسره کوي.

حکومت وايي نن د اگست د ۱۴ نېټې د لمانځلو پر ځاى به ولسمشر اصف علي زداري خپله ورځ د خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالت کې سختو ځپل شوو سيمو کې تيروې.

تر دې وړاندې ښاغلی زرداري چې کله د سيلاب په لومړيو ورځو کې د اروپا په سفر وتلى وو تر سختو نيوکو لاندې راغلى وو.

د خپلواکۍ د ورځې د نۀ لمانځلو له پرېکړې وروسته به هيڅ دوديزه رسمي غونډې، پوځي پرېډ او نور مراسم نه ترسره کيږي، خو خلک که په شخصي ډول څه غونډې کولو وغواړي هغوي به اجازه ولري.

دا چې د سېلاب له امله نژدې ١٦٠٠ کسان مړۀ شوي او له ۱۴ ميليونو زيات اغېزمن شوي، اکثريت به د حکومت ددې پرېکړې هرکلى کوي، خو دې سره سره د پاکستان حکومت ويلي دي چې روانې اوونۍ روسېې ته د ولسمشر زداري پلان شوى سفر به يوازې له دې توپير سره چې هغه به له دوو ورځو څخه څو ساعتو ته رالنډه وي، ترسره کيږي.

ټاکل شوې ده چې د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون به هم نن پاکستان ته رسيږي او سېلاب ځپلو سيمو ته به ورځي.

له سره په خوا کې سرۀ صليب خبردارى ورکړى چې د سېلاب له تاوانونو وروسته د څښلو لپاره د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د ناروغيو نتيجه کې زياته تباهي رامنځته کېدى شي.

په پاکستان کې د سرۀ صليب د پلاوي مشر، پاسکال کتاټ وايي:

" هغه راپورونه چې موږ سيمه کې له خپلو ټيمونو ترلاسه کوو هلته د څښلو هېڅ پاکې اوبه نشته، که موږ په تندۍ ددې چاره ونۀ کړو نو ددې تباهۍ نه به د مړو شوو شمېره لوړيږي، همدا اوس چې زه خبرې کوم کوچنيان د څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي له امله مري".

ملگرو ملتو له وړاندې د نزدې نيم ميليارده ډالرو اپيل کړى دى.

زرداري سېلاب ځپپلو سیمو ته ورغی

د خیبر پښتونخوا سېلاب ځپلې سیمې (عکسونه)

نورو ادارو او هېوادو هم پاکستان ته مرستې ليږلي دي، په ملگرو ملتو کې د پاکستان سفير ضمير اکرم وايي که څه هم نړيوال ملاتړ کم دى خو هېواد ته ېې د مرستو لړۍ پيل شوې ده:

Image caption د مرستو د کمي ترڅنگ د پاکستان بېلابېلو برخو کې خلک شکايت کوي چې اول خو مرستې نشته، که سيمو ته يې مرستې ورسيږي هم هغه، دد وى په وينا، د سياسي اړيکو پر بنسټ وېشل کېږي.

" فکر نه کوم چې پاکستان يوازې پرېښودل شوى دى، دا چې نړۍ د وخت په تېرېدو سره ددې بې ساري سېلاب له تباهۍ خبرېږي، نو مرستې هم ورسره راځي."

خو د خيبر پښتونخوا ايالت حکومت چې سېلاب ورته ډير تاوان اړولى دى او ‌له ‌ډېرو سيمو سره د ځمکې له لارې د مرکز پېښور تماس اوس هم پرې دى وايي چې کافي مرستې نۀ ورسيږي او نه هم خپله ددې امکانات لري.

ددې ايالت د اطلاعاتو وزير وايي که د ايالت بوديجه سيلاب ځپلو ته واړوي دوى به ونۀ شي کولى چې د ايالت بېلابېلو برخو کې د اورپکو پر ضد خپلې جگړې ته دوام ورکړي:

"د سېلاب له امله راغلې تباهي دومره زياته ده چې زموږ د بوديجې له اندازاې اوړي، که چېرې موږ خپله ټوله بوديجه سېلاب ځپلو ته واړوو، نو موږ به د امنيتي ځواکونو روزنې، تنخواوو او معاشونو لپاره کافي پيسې نلرو، کله چې خبره داسې وي دا به د ترهګرۍ پرضد جگړې باندې هم اغېز کوي".

د مرستو د کمي ترڅنگ د پاکستان بېلابېلو برخو کې خلک شکايت کوي چې اول خو مرستې نشته، که سيمو ته يې مرستې ورسيږي هم هغه، دد وى په وينا، د سياسي اړيکو پر بنسټ وېشل کېږي.

ددې نه وړاندې د پاکستان لومړي وزير د شفافيت په تړاو د نړيوالو اندېښنو ليرې کولو ژمنه کړې وه او ويلي ېې وو چې د مرستو پيسه پيسه به په ځاى لگوي او حکومت ېې حساب ورکولو ته چمتو دى.

Image caption دا چې د سيلاب د تباهۍ کچه ډيره پراخه ده ځکه نو د مرستو رسوونکو کار هم ډير ستونزمن دى او گڼو سيمو کې د بارانونو دوام مرسته رسوونکو موسسو ته لانور مشکلات پيدا کړي دي.

د بشري تاوان ترڅنگ مالي او کرنيزه برخو ته د رسېدلى تاوان دقيقه اندازاه لا نه ده معلومه.

د خوړو او کرنې وزير زراعت ته رسېدلى تاوان ميلياردو روپۍ ښودلې ده.

د رزاعتي فارمونو ټولنې ويلي دي په لسگونه زره هکټاره ځمکه تر اوبو لاندې ده، يو لک څاروي مړۀ شوي، د يو ميليون ټنه غنمو زيرمې، د کبانو ۳۰۰۰ فارمونه، ۲۰۰۰ د چرگانو فارمونه او ۱۰۰۰ تراکتورونه له منځه تللي دي.

دا چې د سيلاب د تباهۍ کچه ډيره پراخه ده ځکه نو د مرستو رسوونکو کار هم ډير ستونزمن دى او گڼو سيمو کې د بارانونو دوام مرسته رسوونکو موسسو ته لانور مشکلات پيدا کړي دي.

ورته مطالب