پاکستان: سېلابونو ۲۰ میلیونه کسان اغېزمن کړي

پاکستان
Image caption د المان د انساني مرستو سازمان ویلي داسې شک شته، چې پاکستان کې د خونړیو سېلابونو له امله شپږ کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

پاکستان اوس وايي دغلته ويجاړوونکو سېلابونو شل ميليونه کسان اغېزمن کړي دي چې دا تر پخوانۍ شمېرې شپږ ميليونه زيات دي .

نوې شمېرې د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني له لوري د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په وياړ يوه وينا کې په ډاګه شوې دي .

ښاغلی ګيلاني وايي په پاکستان کې لاهم داسې سېلاب ځپلي شته چې بايد لاسنيوی يې وشي او حکومت به هم هر هغه څه وکړي چې په وس کې يې وي :

"زه غواړم خپل ملت ته ډاډ ورکړم چې موږ، ستاسې ديموکراتيک حکومت به له ناورين څخه ، خپل پخواني حالت ته د سېلاب ځپلو د راتلو په لاره کې يوه ډبره هم پرې نه ږدي .

زه کلک باور لرم چې زموږ دملت هر فرد، بډايان، مدني ټولنه او زموږ ځوانان به د سېلاب له قربانيانو سره د مرستو په چارو کې په لېوالتيا ګډون وکړي او هغوی به پر خپلو پښو ودروي . "

ملګرو ملتونو په ټينګار سره ويلي چې ښار د سېلاب ځپلو په منځ کې کولیرا ناروغۍ خپره شي.

د فرانس پرېس خبري د ملګرو ملتونو د انساني مرستو د همغږۍ د مرکز د ویاند موریسیو جولیانو له خولې ليکلي د پاکستان په شمال ختيځ مینګوره ښار کې د کولرا يوه پېښه لیدل شوې، چې لامل يې د څښاک ناپاکې اوبه ښودل شوې دي.

يوه پاکستاني چاروکي، چې د نامه له اخیستو يې ډډه کړې، د کولرا دا پېښه تاييد کړې ده .

د المان د انساني مرستو سازمان ویلي داسې شک شته، چې پاکستان کې د خونړیو سېلابونو له امله شپږ کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

هڅې

جولیانو ویلي چې د کولرا مرض پر ضد کمپاين به چټک کړي.

نوموړی وايي چې تر دې مهاله تر ۳۶ زرو ډېر کسان په نس ناستي ناروغۍ اخته شوي .

Image caption ملګري ملتونه وايي پاکستان کې د احتمالي کولرا د خپر ېدو سخته وېره شته.

نوموړی وایي "د کولرا وژونکې ناروغۍ ته په کتلو سره، د دې پرځای چې ناروغان وګورو، د ټولو درملنه مو پيل کړې ده، موږ نه وایو ټول هغه کسان چې نس ناستی لري، ارومرو به کولرا وي، خو رښتیا هم موږ د کولرا په اړه ډېر اندېښمن یو."

بل خوا نن د پاکستان جګپوړو چارواکو پر نړیوالو نیوکه کړې وه، چې ګني سېلاب ځپلو ته کافي او پر وخت مرستې نه رسوي.

په ملګر وملتونو کې د پاکستان دايمي استازي ضمیر اکرم بي بي سي ته ويلي وو به داسې حال کې چې د سېلابونو د ځپل شوو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، خو لا تراوسه مو کافي مرستې نه دي ترلاسه کړې.

ورته مطالب