د پنټاگون مشر استعفى کوي

Image caption ښاغلي ګېټس وويل غوښتل يې لومړی دا باوري چې له افغانستانه به سرتېري باسي بیا به خپله دنده پرېږدي.

ښاغلى گيټس د بوش د ادارې يوازينى غړى چې د اوباما په ډيموکرات حکومت کې هم پاتې شو.

د ډېرو له نظره دى د ښاغلي اوباما لپاره، د افغانستان د روانې جگړې پر مهال د جمهوري غوښتونکو د نيوکو په وړاندې يو ښه ډال و. خو اوس يې د تگ پرېکړه کړېده.

هغه وويل غوښتل يې له افغانستان نه د عسکرو د وتلو د بهير پيل باوري کړي او بيا ولاړ شي.

هغه د "فارين پاليسي" يا "بهرنۍ تگلارې" امريکايي مجلې ته وويل: "بل کال به زه په داسې يوه دريځ کې و اوسم چې پوه شم په افغانستان کې مو تگلاره کار ورکوي او که نه. "

ښاغلي گيټس وويل: تر هغو به افغانستان ته د نورو عسکرو استول بشپړ شوي وي، په ډسمبر کې به يې د بري ارزونه هم ترسره شوي وي، نو ځکه ٢٠١١ کال د تگ لپاره غوره نېټه ده.

دده په وينا، نه يې غوښتل چې د ولسمشرۍ تر نورو ټاکنو پورې صبر وکړي او بيا خپله څوکۍ بل چاته وسپاري.

د دې پر ځاى، همدا يې د ځانياستي لپاره ښه موقع ده.