ايټاليا: پر 5 زره کلن جسد څېړنې روانې دي

موندل شوی جسد
Image caption داسې باور دی چې دغه سړی به 3500 کاله مخکې مړ شوی وي.

د ايټاليا د الپ په غرونو کې د يوه ښکاري د خښېدو معما تر پنځو زرو کلونو وروسته اوس ښايي حل شوې وي.

لرغونپېژندونکي وايي دغه کنګل شوی سړی ښايي په کوم بل ځای کې وژل شوی وي او بيا د الپ غرونو ته د خښولو لپاره راوړل شوی وي.

دغه کنګل شوی سړی په ۱۹۹۱ کال کې د ايټاليا په شمال کې د کنګل په طبعي لويو ټوټو کې وموندل شو.

داسې باور دی چې دغه سړی ۵۳۰۰ کاله مخکې مړ شوی.

دا چې دغه کنګل شوی سړی يا ice mane څنګه هلته تللی و او په څه ډول مړ شو ساينسپوهان يې په اړه يوه خوله نه دي.

زياتره په دې نظر دي چې دغه سړه په جګړه کې وژل شوی او هملته پاتې شوی دی.

خو اوس د روم د پوهنتون ساينسپوهان يوه ډله په دې باور شوې چې دغه د برونز د پېر سړی له سمندر سره په خوا کې وژل شوی او تر څو مياشتو وروسته په دغو غرونو کې خښ شوی دی.

هغه څېړنې چې د کنګل شوي سړي پر خېټه شوې ښيي چې د اپريل په مياشت کې وژل شوی او په اګست يا سپټمبر کې خښ شوی دی.

دغه ساينسپوهان وايي د دوی د تيورۍ يو بل ملاتړ دادی چې د کنګل شوي سړي په خوا کې قېمتي توکي هم موجود و.

دوی وايي که دغه سړی په غرونو کې وژل شوی وي نو قاتلينو به ترې قيمتي توکي وړي و.

خو له دغې خبرې سره ټول لرغون پوهان موافق نه دي.

ځيني وايي د کنګل شوي سړي يو مټ عجيب حالت لري، او داسې فکر کېږي چې د مرګ په حالت کې تړلی و، په دې معنی چې دغه کس هغه مهال نه دی خوځېدلی.

داسې فکر کېږي چې ددغه کنګل شوي سړي جسد تر ټولو زوړ جسد دی چې موندل شوی ، خو هغه شان نه دی موميايي شوی لکه په مصر کې موميايي شوي جسدونه.

د دغه کنګل شوي کس په اړه د لرغونپوهانو بحثونه لا هم دوام لري.