ایرانۍ ورځپاڼې د سارکوزي ښځه په "بدلمنۍ" تورنه کړه

کارلا بروني او سارکوزی
Image caption د (کیهان) ورځپاڼې د "فرانسوي بدلمنې ښځې د بشري حقونو له لاریون سره يوځای کېږي" تر عنوان لاندې په مقاله کې کارلا بروني په نفاق اچولو تورنه کړې ده.

یوې ایرانۍ ورځپاڼې د فرانسې د ولسمشر نیکولا سارکوزي ښځه کارلا بروني په "بدلمنۍ" تورنه کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې کارلا بروني د ايراني چارواکو پر هغې فیصلې کلکې نيوکې وکړې، چې يوه ایرانۍ ښځه دې تر مرګه په تيږو وويشتل شي.

بروني د ایرانۍ ښځې سیکنې اشتیاني د رجم پر خلاف څرګندونې کړې وې.

۴۳ کلنه اشتیاني، چې دوه اولاده لري، د ایرانيي چارواکو لخوا په زنا تورنه شوې وه.

د (کیهان) ورځپاڼې د "فرانسوي بدلمنې ښځې د بشري حقونو له لاریون سره يوځای کېږي" تر عنوان لاندې په مقاله کې کارلا بروني په نفاق اچولو تورنه کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې آغلې بروني له يو شمېر مشهورو او جګپوړو شخصتیونو سره ناروا جنسي اړيکي لري.

"تورونه"

کیهان همدا راز د بروني ملګرې او فرانسوۍ ممثلې ازابیلا ادجاني ته په اشارې سره وايي چې هغې هم د سکینې اشتیاني د خوشي کولو غږ پورته کړی.

Image caption تېره اوونۍ د اوونیزې رخصتۍ پرمهال په ګڼو فرانسوي ښارونو کې د اشتیاني په ملاتړ مظاهرې وشوې.

(کیهان) ورځپاڼه چې تر ډېر د ایران د چارواکو تر نظر لاندې ده، په ایران کې د اسلامي محافظه کار واکمن نظام غږ بلل کېږي.

د ایران حکومتي تلوېزیون هم د کیهان له دې خبرې سره همغږي ښوولې ده او وايي چې "بروني هڅه کوي چې د خپلې بدلمنۍ د تور په تړاو خپل ځان سپین ثابت کړي."

د ویلو ده چې فرانسې له اروپايي اتحادیې غوښتي ول، چې د دې قضیې په تړاو پر تهران لانور بندیزونه وضعه کړي.

"ځکه چې تا مینه کړې"

تېره اوونۍ د اوونیزې رخصتۍ پرمهال په ګڼو فرانسوي ښارونو کې د اشتیاني په ملاتړ مظاهرې وشوې.

دې مظاهرو هله زور واخیست، کله چې د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي او د هغه ښځې د سکینې اشتیاني په ملاتړ خپل غږونه راپورته کړل.

Image caption لاریون کوونکو له ځانه سره د اشتیاني د نه اعدامولو شعارونه لېږدول.

بروني اشتیاني ته په يوه پرانیستي پيغام کې لیکلي وو "دوی ولې ستا وینې تویوي او له خپل اولاد څخه دې محرومي؟؛ دا ځکه چې تا مینه کړې، ته يوه ښځه یې، او ته ایرانۍ یې؟"

بروني وايي چې د پر اشتیاني د ایران لخوا د اعدام له پرېکړې سره پوره مخالفه ده.

د ویلو ده چې د ایران يوې محکمې پر اشتیاني د زنا تور لګولی، خو د وژنې له توره یې براءت ورکړی دی.

خو آغلې اشتياني ګارډین ورځپاڼې ته ويلي د هغې پر ضد قضیه په دروغو جوړه شوې ده.

ورته مطالب